کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا د ملکي وګړو پر وژلو لاس پورې کړی او تیره اونۍ کې یې ۳۷ تنو ملکي وګړومرګ ژوبله اړولې.
د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د وري په ۳۱مه، په ټویټر کې لیکلي چې یاد ملکي وګړي په بیلا بیلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په تیره اونۍ کې د طالبانو لخوا ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
جاوید فیصل ویلي، د سولې پروسې د بریا لپاره اړتیا ده چې طالبان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.
نوموړي تیره اونۍ هم ویلي وو، چې طالبانو ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هغوی هم هره ورځ افغان دولت او امریکایي ځواکونه تورنوي چې په هوایی او ځمکنیو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن