کابل(پژواک، ۳۰وری۹۹): په کابل کې د پرچون پلورونکو له خوا په داسې حال د هګیو بیه د کرونا ویروس له خپرېدو د مخکې په پرتله دوه برابره لوړه شوې، چې د چرګو لرونکو د ټولنې مسوولین وایي چې د تولید په مرکزونو کې یې بیه نه ده لوړه شوې.
په افغانستان کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه د تېر کال د کب په پنځمه په هرات کې ثبت شوه، خو اوس په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر۹۳۳کسانو ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۳۰ کسان مړه او ۱۱۲ نور روغ شوي دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو او د ځینو سوداګریزو بندرونو له تړل کېدو وروسته د ویټامین سي لرونکو میوو، ماسکونو، او ضد عفوني توکوبیې څو برابره لوړې شوې .
زیاتره دغه توکي له نورو هېوادونو افغانستان ته واردیږي، خو په کابل کې د هګیو بیې په داسې حال کې بې مخینې لوړیږي، چې زیاته برخه یې په هېواد کې تولیدیږي.
دکابل ښار یوې اوسېدونکې شما د هګیو د بیې د لوړېدو په اړه پژواک ته وویل چې د کرونا د ویروس له خپرېدو مخکې د ۳۰ هګیو بیه ۱۵۰ افغانۍ وه، خو اوس په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کیږي.
هغې وویل : (( فقیر او بېچاره خلک د هګیو د اخیستو توان هم نه لري، خو حکومت دې دغه مشکل ته پام وکړي، میوه او نور توکي په داسې حال کې قیمته شول چې خلک باید د کرونا ویروس پر وړاندې د تقویې په موخه ترې ګټه واخلي.))
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی د هګیو د بیې د لوړېدو لامل هېواد ته د کرونا ویروس له امله د هګیو د وارداتو بندېدل بولي او وایي چې مخکې هګۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدې.
د چرګو لرونکو د ټولنې رییس بشیر احمد مژده مني چې هېواد ته د هګیو د وارداتو د بندېدو له امله یې بیه لوړه شوې، خو وایي چې په هېواد کې د هګیو د تولید په مرکزونو کې یې بیه نه ده لوړه شوې. هغه د بېلګې په توګه وویل چې د کابل ښار په ګلباغ سیمه کې د چرګو لرونکو مرکز کې یوه هګۍ په اووه افغانۍ او په هرات په څه باندې پنځه افغانۍ پلورل کیږي.
مژده وویل چې ژر به د چرګو لرونکو مرکزونو ټولنه د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د هګیو د وېش مرکزونه رامنځته کړي، چې تر پنځو افغانیو پورې به پر خلکو هګۍ وپلوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن