کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹) : د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تېر یو کال کې ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه په هېواد کې سروې او ثبت کړې ده.
د یاد وزارت لخوا پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ټول هېواد کې د دولتي ځمکو د کره شمېرې او حصائيې ترلاسه کول، په مرکز او ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو تثبیت، د پانګه ونې جذبول او د حکومت ټولګټو پروژو تطبیق؛ د دولتي ځمکو ثبت له مهمو اهدافو څخه دي.
سرچینې زیاته کړې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د ثبتولو ترڅنګ، د ثبت شویو ځمکو څخه ګټه اخېستنه هم پیل کړې. په تېر یو کال کې، ۲۰ زره جریبه دولتي ځمکه د پراختیايي پروژو د تطبیق او همدارنګه په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۲۰ زره استوګنیزې نمرې د راستنېدونکو او کورني بې ځایه شویو کډوالو د مېشتېدو په موخه ځانګړې شوه.
یاد وزارت ویلي، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یاد وزارت په پام کې لري ۸ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت او د حکومت ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره اړین فرصتونه برابر کړي.
سرچینه وایي، د دولتي ځمکو ثبت د ځمکوالۍ چارو تنظیم د یوولسمې او دولسمې مادې او د ۱۳۹۷ کال د جمهوري ریاست عالي مقام د ۶۶ حکم پر بنسټ پیل او اوس دغه لړۍ د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې جریان لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هیواد کې د زورواکو لخوا سلګونه زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې هم ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن