ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو پاکستانیانو په ګډون د داعش څلور غړي نیول شوي

د دوو پاکستانیانو په ګډون د داعش څلور غړي نیول شوي

author avatar
20 Apr 2020 - 14:55
د دوو پاکستانیانو په ګډون د داعش څلور غړي نیول شوي
author avatar
20 Apr 2020 - 14:55

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې ددوو پاکستانیانو په ګډون دداعش څلور غړي په کابل او ننګرهار کې نیول شوي دي.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غویي په لومړۍ نیټه، پژواک اژانس ته وویل چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د شکمنو کسانو د نیولو په پار یو لړ عملیات ترسره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له داعش ترهګرې ډلې سره د اړیکو او همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.

بلخوا د ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي چې د ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې ملي امنيت رياست له لوري د داعش دوه پاکستاني غړي ونيول شول.

هغه پژواک ته وویل چې نيول شوي کسان عاطف او خان عالم نوميږي، چې په کونړ ولايت کې يې د دولت پر ضد فعاليت کولو.

د نوموړي په وینا، دوی له کونړ ولايت څخه جلال اباد ته راغلي و، چې تر نيول کېدو وروسته يې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دداعش ډلې مشر له ۲۰ مهمو مشرانو سره څه موده مخکې په کندهار ولایت کې نیول شوي وو.

صهیب احمد افغان حسرت

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.