کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې ددوو پاکستانیانو په ګډون دداعش څلور غړي په کابل او ننګرهار کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غویي په لومړۍ نیټه، پژواک اژانس ته وویل چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د شکمنو کسانو د نیولو په پار یو لړ عملیات ترسره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له داعش ترهګرې ډلې سره د اړیکو او همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.
بلخوا د ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي چې د ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې ملي امنيت رياست له لوري د داعش دوه پاکستاني غړي ونيول شول.
هغه پژواک ته وویل چې نيول شوي کسان عاطف او خان عالم نوميږي، چې په کونړ ولايت کې يې د دولت پر ضد فعاليت کولو.
د نوموړي په وینا، دوی له کونړ ولايت څخه جلال اباد ته راغلي و، چې تر نيول کېدو وروسته يې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دداعش ډلې مشر له ۲۰ مهمو مشرانو سره څه موده مخکې په کندهار ولایت کې نیول شوي وو.
صهیب احمد افغان حسرت
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن