کابل(پژواک, د غویي لومړۍ نېټه,۹۹): د کابل ترافیکو ادارې په ښار کې د نااړین تګ راتګ له امله د ۱۵۲۱ موټرو خاوندان جریمه , ۲۴۰ موټر يې ضبط او د ترافیکو ښارګوټي ته لیږدولي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ترانسپورټ وزارت له خوا خپره شوې راغلي چې د کرونا د مخنیوي لپاره د ترافیکو ملي ادارې اړین اقدامات کړي.
سرچینه وایي چې په دې موده کې ۱۵۲۱ موټر چې له اړتیا پرته یې ښار کې تګ راتګ کاوه ۳۶۷ زره افغانۍ جریمه شوي دي.
د یاد وزارت په خبره , ۲۴۰ موټر چلوونکو چې ورته عمل کړی و او جرم یې زیات و , ضبط او د ترافیکو ښارګوټي ته لیږدول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د وري په نهمه په کابل کې د کرونا د مخنیوي په موخه ګځبندیز اعلان کړ او د درې اوونیو لپاره یې نا اړینې ادارې رخصت کړې.
دغه راز یې د مسافر وړونکو موټرو په تګ راتګ هم بندیز ولګاوه او له خوراکي , روغتیایي او د ځینو نورو اړینو توکو له هټيو پرته نور ټول مارکېټونه او هټۍ وتړل.
یاد ګرځبندیز د درې نورو اوونیو لپاره هم تمدید شو .
عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په هېواد کې ۱۰۲۶ کسان په کرونا اخته شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن