ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې ددیوال پریوتلو له امله څلور ماشومان مړه شوي

په کونړ کې ددیوال پریوتلو له امله څلور ماشومان مړه شوي

author avatar
20 Apr 2020 - 10:43
په کونړ کې ددیوال پریوتلو له امله څلور ماشومان مړه شوي
author avatar
20 Apr 2020 - 10:43

اسعد اباد (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹) : په کونړ ولایت کې د یوه کور ددېوال پریوتلو له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د غویي په لومړۍ نیټه پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن سهار اوه بجې په ناړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په یاده ولسوالۍ کۍ ماشومانو په کوڅه کې لوبې کولې چې  دباران له امله یو دیوال پرې پریوتلی او څلور ماشومان یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا، دغه کورنۍ له نورستان څخه ناړۍ ته ولسوالۍ ته بې ځآیه شوي وو.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې هم په دې ولایت کې د یوه کور د چت پریوتلو له امله دیوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.