ميدانښار(پژواک، ۲ غويی ۹۹): د دولت وسله والو مخالفینود میدان وردګو ولایت په سيداباد ولسوالۍ کې د ملي اردو درې افسران چې کورونو ته یې په لار وو، له موټر نه کوز کړي او وژلي دي.
د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند څارمن حاجي محمد هوفياني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو درېیو تنو په غزني ولایت کې دنده لره.
هغه وویل چې دغه درې واړه خپلو کورونو ته پر لاره وو چې وسله والو مخالفینو تېره ورځ غرمه مهال د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په سلطانخېلو سیمه کې له موټر نه ښکته کړل او ویې وژل.
ده ونه وېیل چې دغه افسران د کومې سیمې اوسېدونکي وو.
د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن