ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کېدای شي سږ کال سېلابونه هېواد کې اووه میلیونه خلک زیانمن کړي

کېدای شي سږ کال سېلابونه هېواد کې اووه میلیونه خلک زیانمن کړي

author avatar
22 Apr 2020 - 14:23
کېدای شي سږ کال سېلابونه هېواد کې اووه میلیونه خلک زیانمن کړي
author avatar
22 Apr 2020 - 14:23

کابل (پژواک، ۳ غویي ۹۹): سږ کال افغانستان کې سېلابونو د درنو مالي زیانونو تر څنګ، نږدې سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او اټکل کیږی چې روان کال کې به هېواد کې ۷ میلیونه خلک زیانمن کړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې اړین توکي یې له سېلاب ځپلو سره د مرستو په موخه زېرمه کړي او له سېلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د وروستیو اورښتونو او  سېلابونو له امله په ۲۸ ولایتونو کې څه باندې پنځه زره کورنیو ته زیانونه اوښتي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو او اورښتونو له امله ۵۸ تنه مړه او ۳۸ نور ټپیان شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې د تېرې میاشتې په اورښتونو کې په هرات، نورستان، فراه، بدخشان، لوګر، کونړ، پروان، میدان وردګو، خوست او ۱۹ نورو ولایتونو کې د درې زره کورونو ځینې برخې نړېدلي، شپږ زره جرېبه ځمکه، ۳۸ جوماتونه او یو ښوونځی ویجاړ شوي، ۲۱۰ واړه څارويله منځه تللي او ۲۴۵ کلیومټره سړک تخریب شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې په یادو سیمو کې د هر یوه مړه شوي تن له کورنۍ سره ۵۰ زره او له هر ټپی شوی تن سره ۲۵ زره افغانۍ مرسته شوې او د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې له سېلاب ځپلو سره زر بوجۍ غنم، ۵۰۰ کیلو ګرامه وریجې او زر لیتره غوړي مرسته شوې ده.

عظیمي وایي چې ډېر ژر به ۲۰ زره ميټریک ټنه غنم او ۴۰ ميټریک ټنه نخود د بدخشان په ولسوالیو کې هم پر زیانمن شویو کورنیو ووېشل شي. 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت اټکل ښيي چې په روان کال کې به په شاوخوا ۳۲ ولایتونو کې زیات اورښت وي او په ۲۵ ولایتونو کې به سېلابونه څه باندې اوه میلیونه خلک زیانمن کړي.

د دغه وزارت ویاند وایي: "دا شاوخوا اوه میلیون کسه مو په درېیو برخو ویشلي؛ لومړۍ برخه یې یو میلیون او ۲۹ زره تنه دي چې دوی ته د مرستو رسول او د ګواښونو د کچې راکمول زموږ لومړیتوب دی."

دی وایي چې دویمه کټګورۍ کې درې میلیونه کسه دي او په درېیمه کټګورۍ کې درې میلیونه او ۳۰۰ زره تنه دي او له دغو کسانو سره مرسته هم اړتیا ته په پام په دویم او درېم لومړیتوب کې شامله ده. 

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د سېلابونو کنټرول لپاره یې سږ کال یو میلیارد افغانۍ بودېجه په پام کې نیولې چې د حکومت له اړوندو وزارتونو او اضطراری بودیجې به تمویليږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ګودامونو کې خواړه او نور اړین توکي زېرمه شوي چې د اړتیا په وخت کې به له سېلاب ځپلو سره مرسته کې ترې ګټه پورته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.