جلال اباد (پژواک، ۶ غویی ۹۹) : د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وایي چې په ننګرهار ولایت کې یې یو غړی وژل شوی دی.
ددغې ډلې ویاند فضل غني حقمل د غویي په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ناپېژانده وسله والو پرون مازيګر په ننګرهار کې د حزب اسلامي يو غړی قاري امان الله عابد وژلی دی.
هغه زیاته کړه، قاري امان الله عابد د سولې پروسې سره همکاري درلوده او خلکو ته د مرستې رسولو په چارو بوخت و .
حقمل وایي، سره له دې چې حزب اسلامي شاوخوا درې کاله مخکې د سولې تړون لاسليک کړی، خو ددې ګوند په سلګونو غړي په بېلابېلو نومونو يا د حکومت له خوا نيول شوي او يا وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه پرون مازیګر په شیخ مصري ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې قاري امان الله عابد د ناپېژاندو وسله والو په برید کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
دی وایي، پولیسو په سیمه کې یو میل تومانچه ترلاسه کړې، بریدګر تښتېدلی خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن