ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: امریکا او ناټو د تړون په عملي کولو کې خپل مسوولیت نه ادا کوي

طالبان: امریکا او ناټو د تړون په عملي کولو کې خپل مسوولیت نه ادا کوي

author avatar
26 Apr 2020 - 13:25
طالبان: امریکا او ناټو د تړون په عملي کولو کې خپل مسوولیت نه ادا کوي
author avatar
26 Apr 2020 - 13:25

کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۹) : وسله والو طالبانو یو ځل بیا داوربند غوښتنه ردکړې او ویلي یې دي چې دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي، خو افغان حکومت، ناټو او امریکا پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو، ناټو، د اسلامي هېوادونو سازمان، اروپایي ټولنې ، امریکا ،افغان حکومت او ګڼ شمېر نورو هېوادونو د کرونا پر ضد مبارزې او روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د اوربند غوښتنې کړې دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د غویي په ۷مه، د اوربند غوښتنو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې او یو ځل بیا یې دا غوښتنې رد کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، له څو ورځو راهیسې د مختلفو سازمانونو، جهتونو او د افغان حکومت له خوا په مکرر ډول غوښتنه کیږي چې طالبان دې یا اوربند او یا اور کم وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( طالبان هېوادوالو او نړیوالوته په ډاګه کوي چې موږ د سولې او د جګړې د اختتام لپاره خپل مسوولیت ادا کړی. ټول شاهدان دي چې له امریکا سره زموږ توافقنامه د همدې لپاره لاسلیک شوه چې د نولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له سوله ییزو لارو حل پیدا شي.))

طالبانو ویلي چې له امریکا سره په تړون کې چې د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې له خوا هم تایید شوی، په ښکاره ډول صراحت شته چې له لاسلیک څخه وروسته باید د لسو ورځو په دننه کې له دواړو غاړو ۶ زره بندیان خلاص او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته زمینه برابره شي.

سرچینې زیاته کړې، په بین الافغاني ناستو کې په خپله د سولې، امن او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لارې چارې سنجول کېدې چې ممکن اوس ډېر پرمختګ په کې شوی وای.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا چې د افغان حکومت ګټې د جګړې په دوام کې دي، نو يې له هغې لومړۍ ورځې د تړون د تطبیق په لاره کې خنډونه اچول پيل کړل، د بندیانو خلاصون يې په مختلفو بهانو ترنن پورې وځنډاوه، یو جامع ټيم يې معرفي نه شو کړای او خپل منځي اختلافات يې حل نه کړل.

طالبانو ویلي، همدا ډول امریکا، ناټو او نورو ملاتړ کوونکو يې هم د توافقنامې د بندونو د عملي کېدو په لاره کې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.

په خبرپاڼه کې طالبانو پر ناټو له دې امله هم اعتراض کړی چې له حکومت سره یې د جګړې د دوام او شدت په نیت د میلیونونه مرمیو مرسته هم وکړه چې دا په خپله پارونکی ګام و.

طالبانو ویلي، په داسې حالت کې چې مقابل لوری خپل مسوولیت نه ادا کوي، په بیا بیا له دوی څخه د اوربند او اورکم غوښتنې کول غیر منطقي او فرصت طلبي ده.

خو امریکا او ناټو ویلي چې له طالبانو سره په لاسلیک شوي تړون کې راغلي چې دوی به له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.