ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جګړو ستړی شپونکی سوله غواړي

له جګړو ستړی شپونکی سوله غواړي

author avatar
26 Apr 2020 - 09:59
له جګړو ستړی شپونکی سوله غواړي
author avatar
26 Apr 2020 - 09:59

کابل(پژواک ۷ غويی ٩٩): د غره لمن کې یې ډډه وهلې وه، خپله رمه یې څارله او د سولې لپاره یې زمزمې کولې، وېیل یې:”د کمربند او د ټوپک او د مرمۍ خبرې، د خپل برباد، برباد وطن د تباهۍ خبرې، نه کوو نورې…”

د غره په شنه لمن کې، د سولې لپاره د دغه شپونکي زمزمې، پسرلني موسم ته نوره هم ښکلا ورکوله او زمزمو یې د پسرلي له نرم نسیم سره ګډې انګازې جوړولې.

د سولې دغه ارمانجن شپونکي شاوخوا ۱۷ کلن (ریاض ګل) د خپل څادر په څنډه کې ډوډۍ غوټه کړې وې، پر دغې غوټې یې سر اېښی و او خپله رمه یې څارله.

د پژواک خبریال، ریاض ګل ته ورنږدې شو او هغه یې د خیالونو له نړۍ را وایست. هغه چې کله پوه شو خبریال د مرکي لپاره ورغلی، په خندا یې وویل:«خدای دې راوله، زه هم په همدې سوچ کې وم چې دا ډک زړه د چا په کچکول کې تش کړم.”

هغه وویل چې دی د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او ځکه د کابل په قره باغ کې د خلکو رمه څېروي چې د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله یې زده کړې نه دي کړي او اړ دی چې د کورنۍ لپاره یې ډوډۍ پیدا کړي.

 ده له ویرونو د خپل ډک زړه غوټه داسې پرانستله:” ډېر ارمانونه مې لرل، خو جنګونه دي او غریبي ده، پوره نه شول، پلار او مور مې مړه نه دي، خو زه ځکه ځان یتیم بولم چې پلار مې ناروغ دی، کار نه شي کولای او زما د پلار، مور، خور او دوو کوچنیو وروڼو ټول مسوولیت زما پر غاړه دی.”

دغه شپونکی چې له خپلې کورنۍ لرې د پردي کلي مسافر دی، وایي، کوچني وروڼه یې ډېر ورته ګران دي او له هغوی څخه لرې والی یې ځوروي، خو اړ دی او باید دا هر څه وزغمي، تر څو کورنۍ ته یې ډوډۍ پیدا کړي او وروڼه یې د ده په څېر له ښوونځي پاتې نه شي.  

ریاض ګل وایي، د دوی په سیمه کې خو له یوې خوا کار نه شته او له بلې خوا هلته خلک د طالبانو او حکومت تر منځ له جګړو ورځ نه لري او ډېر نوي ځوانان هغه مهال ښوونځي پرېږدي چې د ټوپک له شپیلۍ سره یې مینه پیدا شي او د جګړو مورچلو ته مخه کړي.

هغه وایي، د بل کلي مسافري او شپني تر دې ښه ده چې ټوپک واخلي او د خلکو په وینو یې لاسونه سره شي، نو ځکه یې له خپلې سیمې لرې شپنۍ ته مخه کړې ده.  

ریاض ګل بیا، بیا له جګړو سر ټکوي، وایي چې افغانان هره ورځ په یو او بل نوم وژل کیږي، کونډې، بورې او یتیمان ترې پاتې کیږي، خو که سوله راشي نور به یې هېوادوال هره ورځ د ویر په ټغر نه وي ناست.

له هغه مو وغوښتل چې سندره زمزمه کړي. ریاض ګل بیا هم د کرن خان هغه  سندره چې مخکې یې زمزمه کوله، ” د کمربند او د ټوپک او د مرمۍ خبرې، د خپل برباد، برباد وطن د تباهۍ خبرې، نه کوو نورې، نه کوو نورې…” زمزمه کړه او ويیل یي، دا سندره یې ډېره خوښیږي او هر وخت یې ځکه زمزمه کوي چې د سولې پیغام لري.

ریاض ګل وایي، کله، کله یې په همدې زمزمو کې د کومې ډبرې تر خوا خوب یوسي، خو په خوبونو کې هم د خپل ژوند دردونه ورسره ملګري وي او د ژوند ناخوالې یې په خوب کې هم خوښۍ او ارام ته نه پريږدي. 

دی خپلې او د ټولو افغانانو ډېرې ستونزې د جګړو له امله بولي او وایي:”سوله د دغو دردونو دوا ده.”

هغه وویل:”کله ډیر ستومانه شم او له ځان سره وایم چې له کلونو، کلونو راهیسې افغانان چیغې وهي چې د سولې نوم خوږ دی، جنګ دې ورک شي او موږ سوله غواړو، نو بیا ولې زموږ دغه ارمان نه پوره کیږي؟!”

 دغه شپونکی، کوچنی راډیو هم ورسره د غرو لمنو کې ګرځوي، وایي خبرونه اوري، خو کله یې هم د افغانانو لپاره د خوښۍ خبر نه دی اورېدلي.

هغه دعا کوي چې ژر د سولې زېری واوري او نور د جګړو، وژنو او سیاسي مشرانو تر منځ د اختلافونو خبرونه خپل ځای د سولې، پرمختګ او خوښۍ خبرونه ته پرېږدي.

د ده په وینا، دا د ټولو افغانانو، که مشران دي او که کشران، دنده ده چې  له زړه نه د سولې لپاره کار وکړي او ټول افغانان، هغه که طالبان دي، که د دولت کسان او نور، لاسونه سره ورکړي او خپل هېواد له اوسني ناورین نه وژغوري.

دغه د غرونو مسافر شپونکی زیاتوي:” که چیرته ټول سره یوځای شي، د خلکو د کلونو، کلونو ارمان به پوره شي او سوله به وشي.”

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو استازو له اوږدو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړې او تمه ده چې د سولې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

ریاض ګل د سولې له دې تړون هم خبر دی او سولي ته یي هیله من کړی دی.

هغه وایي:” هېڅوک د خپل راتلونکی ژوند په اړه نه پوهېږي چی خوږ به وي که تریخ؟ خو که سوله راغله نو د ټولو ژوند به ډېر ښه شي، زه هم خیر که له ښوونځي پاتې شوم، د ژوند نور کارونه خو به په ارامتیا سره وکړم، اندېښمن خو به نه یم، دا دردونه او ستونزې خو به لږ کمې وي، زما وروڼه او نور ماشومان خو به په بېغمه زړه مکتبونه ووایي، وزګارو کسانو ته خو به کار پیدا شی، هغو ته چې اوس د یوې مړۍ ډودۍ په ارمان دي.”

دی وایي چې د سیمي خلک یي لوی، لوی باغونه لري، خو د ناامنۍ او جګړو له امله ډېر بې ثمره پاتې دي.

د ده په وینا، هر څه په سوله کې خوند کوي، شپونتوب هم په سوله کې خوند کوي.

هغه وایي چې شپانه دا مهال په غرونو او دښتو کې له ماینونو اندېښنه لري او وېرېږي چې څوک برید پرې ونه کړي، خو که سوله وشي دغه اندېښنه به یې لري شي. 

ریاض ګل وایي، باور لري چې مهربانه خدای (ج) به یې د مور دعاګانې قبولې کړي او یوه ورځ به یې د سولې ترڅنګ، نور ارمانونه هم پوره شي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.