ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې پنځه سرتېري وژل شوي

په لوګر کې پنځه سرتېري وژل شوي

author avatar
26 Apr 2020 - 11:44
په لوګر کې پنځه سرتېري وژل شوي
author avatar
26 Apr 2020 - 11:44

پل علم (پژواک، ٧ غويی ٩٩): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې پنځه سرتېري وژل شوي او څلور نور طالبانو له ځانه سره بيولي دي.

د لوګر د بره کي برک ولسوال احمد ويس عبدالرحيمزي د غويي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سنګ مرمر په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه سرتېري او پنځه طالبان وژل شوي او څلور نور سرتېري طالبانو سره له ځانه سره بيولي دي.

د نوموړي په وينا, د جګړې پرمهال مرستندويه ځواکونه پوستې ته نه دي رسېدلي او پوسته هم طالبانو نيولې ده.

دغه راز د سنګ مرمر سيمې یوه اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې طالبانو د دوى د سيمې پر پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او پوسته هم طالبانو نيولې ده.

د لوګر امنيتي چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د تېرې اوونۍ په وروستيو کې د طالبانو په بريد کې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د مس عينک کان نهه ساتوونکي هم وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.