کابل (پژواک، ٨ غويی ۹۹): د برېښنا شرکت وایي،تر نن ماښامه به کابل ښار ته د برېښنا ۱۰۰ میګاواټه یو مزی وتړل شي خو بشپړ ترمیم یې پنځه ورځې وخت اخلي.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا پایې تېره شپه د میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخېلو سيمه کې په ماینونو الوځول شوي او له امله یې پر کابل، ننګرهار لغمان، لوګر او پکتیا ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د ده په وینا، ددغو پایو پر ترمیم ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د برېښنا د نشتوالي له امله لسګونه میلیونه عاید کمیږي.
هغه وویل، چې تر نن ماښامه به یو مزی وتړل شي او کابل ته به ۱۰۰ میګاواټه برېښنا ورسیږي, خو بشپړ ترمیم یې پنځه ورځې وخت اخلي.
توحیدي وویل، چې درې ټیمونه اوس مهال په سيمه کې په کار بوخت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن