ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو پکتیا کې څلور پولیس د روژه ماتي پر مهال وژلي

وسله والو پکتیا کې څلور پولیس د روژه ماتي پر مهال وژلي

author avatar
27 Apr 2020 - 22:28
وسله والو پکتیا کې څلور پولیس د روژه ماتي پر مهال وژلي
author avatar
27 Apr 2020 - 22:28

ګردیز (پژواک، ۸ غویی ۹۹) : د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې دروژه ماتي پر مهال پر پوستې برید کې څلور پولیس وژل شوي دي.

ددې وایت دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر لطف الله کامران د غویي په ۸ مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماښام د ګردیز ښار دڅلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتوکې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو پر یوې پوستې برید کړی او څلور پولیس یې په داسې حال کې وژلي چې په روژه ماتي بوخت وو.

عیني شاهدان وایي چې یاده پوسته سقوط شوی خو وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.