ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې پر کرونا داخته کسانو شمېر یو میلیون ته ورسېد

امریکا کې پر کرونا داخته کسانو شمېر یو میلیون ته ورسېد

author avatar
28 Apr 2020 - 11:30
امریکا کې پر کرونا داخته کسانو شمېر یو میلیون ته ورسېد
author avatar
28 Apr 2020 - 11:30

کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمېره یو میلیون کسانو ته رسېدلې چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۳۳ سلنه جوړوي. 

د نورو هېوادونو په پرتله د امریکا متحده ایالاتونه له کرونا څخه ډېر ځپل شوي، چې تر دې دمه له ۵۶ زرو زیات کسان هلته مړه شوي هم دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښار کې پیدا شو , اوس د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳ میلیونه او شاوخوا ۳۰ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوی چې یواځې یو میلیون یې په امریکا کې دي.

سرچینې زیات کړې چې دغه راز په ټوله نړۍ کې ۲۱۰ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې شاوخوا ۲۵ سلنه یې یواخې په امریکا کې دي.

د یاد پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ۹۰۰ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

تر امریکا وروسته هسپانیه، ایټالیا، فرانسه، جرمني، بریتانیا او ترکیه کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او په همدې هېوادونو کې یې تلفات هم ډېر دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۱۷۰۰ کسان پرې اخته، ۶۰ تنه مړه او۲۲۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.