ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Apr 2020 - 14:41
author avatar
28 Apr 2020 - 14:41

پل علم(پژواک، ٩ غويی ٩٩): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غويي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د شېخک کلا په سيمه کې دوه کرولا موټرو سره ټکر کړى دى.

احمدزى وايي چې په دغه پېښه کې دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د محمد اغې ولسوالۍ د شفيق الله لودين دولتي روغتون ډاکټر بسم الله پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوه جسدونه او پنځه ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.

هغه زياتوي چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او کېداى شي د درملنې په موخه کابل ته ولیږل شي.

د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابولي له امله رامنځته کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.