کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني د کابل امنیه قومندان ته دنده وسپارله چې د کابل ولایت د امنیت د تامین د څرنګوالي په موخه د ملي امنیت شورا دفتر سره په همغږۍ او همکارۍ منظم پلان تدوین او تطبیق کړي.
له ارګ څخه د غویي په ۹مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني چې په مشرۍ د کابل ولایت امنیتي غونډه، نن ماسپښین د مشر ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
سرچینې زیاته کړې په دې غونډه کې چې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د کابل ولایت امنیتي مسوولینو د عمومي امنیتي وضعیت، د پلانونو د تطبیق، جنایي جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې به اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.
ولسمشر غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونو څخه د مننې ترڅنګ په کابل کې د امنیتي بنسټونو د هلو ځلو قدرداني وکړه او همدارنګه یې له جنایي جرمونو، نشه یي توکو او غلاوو سره د مبارزې په برخو کې د دوی په لا زیات تمرکز او مبارزې ټینګار وکړ.
ولسمشر هیوادوالو سره د پولیسو پر مسلکي چلند د ټينګار ترڅنګ د کابل امنیه قومندان ته لارښوونه وکړه چې د پولیسو د مسلکي کولو په موخه د نویو نظامي او ملکي فارغ التحصیلانو له منځ څخه د ځوانو ، مسلکي او ژمنو کدرونو د استخدام اقدام وکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د کابل امنیه قومندان ته دنده وسپارل شوه چې د کابل ولایت د امنیت د تامین د څرنګوالي په موخه د ملي امنیت شورا دفتر سره په همغږۍ او همکارۍ منظم پلان تدوین او تطبیق کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن