ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه هم د قرنطین تر ختمېدو پورې رخصت شوه

ولسي جرګه هم د قرنطین تر ختمېدو پورې رخصت شوه

author avatar
29 Apr 2020 - 12:56
ولسي جرګه هم د قرنطین تر ختمېدو پورې رخصت شوه
author avatar
29 Apr 2020 - 12:56

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : سره له دې چې یو شمېر وکیلانو د ولسی جرګې له رخصتولو سره مخالفت کاوه، خو درایو په اکثریت سره د قرنطین مودې تر پای ته رسېدو پورې دغه جرګه رخصت شوه.

په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له پراخېدو سره سم اکثره دولتي او نا دولتي ادارې بندې او رخصت دي، خو ولسی جرګې پرېکړه کړې وه، چې اوونۍ کې به یوه ورځ عمومي غونډه راغوړي.

خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت، مشرانو جرګې او له کرونا سره د مبارزې دولتي کمېټې په وړاندیز اداري پلاوی وړاندیز کوي چې جرګه د دوو اوونیو لپاره رخصت شي.

رحماني راتلونکې دوه اوونۍ خطرناکې وبللې او ویې چې که چېرې وکیلانو موافقه وکړه نو ولسي جرګه به د ټول هېواد د عمومي رخصتیو تر پایه پورې رخصت شي.

د هغه په وینا، د قانون له مخې د ملي شورا دواړه جرګې باید غونډې ترسره کړي، خو مشرانو جرګه رخصت شوې باید ولسي جرګه هم رخصت شي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړو بل ډول نظر درلود، د پکتیا ولایت استازي خالد اسد وویل ، حکومت غواړي له دې کار سره د ولس غږ خاموشه کړي ، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، که چېرې جرګه رخصت شي، د خلکو غږ به څنګه حکومت ته ورسول شي.

د بغلان د خلکو استازي نسیم مدبر هم د جرګې له رخصتۍ سره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل چې د کرونا پر ضد باید وقایوي اقدامات وشي، نه چې جرګه رخصت شي.

د هرات دخلکو استازي مولوي نذیر احمد حنفي هم د جرګې له رخصتۍ سره مخالفت وښود ، خو ویې ويل چې که عمومي غونډې نه کیږي، په کمېسیونونو کې دې کار وشي.

خو په پای کې خبره رایو ته ولاړه او د جرګې د غړو د رایو په اکثریت د جرګې له رخصتۍ سره موافقه وشوه.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.