ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د روژه ماتي پرمهال پر پولیسو برید کوونکي نیول شوي

پکتیا کې د روژه ماتي پرمهال پر پولیسو برید کوونکي نیول شوي

author avatar
29 Apr 2020 - 20:17
پکتیا کې د روژه ماتي پرمهال پر پولیسو برید کوونکي نیول شوي
author avatar
29 Apr 2020 - 20:17

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : د پکتیا امنیه قوماندان وایي چې په ګردیز ښار کې د روژه ماتي پر مهال پر پولیسو د برید کوونکو په ګډون ۱۳ طالبان نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې درې مخکې وسله والو طالبانو د ګردیز ښار په څلورم امنیتي حوزه کې د پولیسو پر پوستې د روژه ماتي پر مهال برید کړی و او څلور پولیس یې وژلي وو.

امنیه قوماندان سمونوال سلطان داوود د غویي به ۱۰مه، په ګردیز کې ښار کې نیول  کسان او وسلې رسنیو ته وښودل.

هغه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې دیارلس تنه وسله وال طالبان نیولي دي چې پکې په مرکز ګردېز کې د روژه ماتي پر مهال د څلورو تنو سرتېرو د شهادت درې تنه عاملین هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، د دیارلسو نیول شویو کسانو له جملې څخه یې شپږ تنه عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي او د پاتې اوو نورو دوسیې د تکمیلېدو په حال کې دي.

د پکتیا امنیه قوماندان وایي، چې په مخامخ جګړه کې له سختې ماتې او تلفاتو وروسته دښمن پر غلچکي بریدونو لاس پورې کړی خو دوی به د لازمو تدابیرو، د کشفي منابعو په لا زیات فعالیت، د تکتیکونو په بدلون، د ترهګرو او هغوی د همکارانو په تعقیب سره د هغوی د  فعالیتونو مخه ونیسي.

سمونوال سلطان داود وویل، له امریکایانو سره د سولې تر تړون وروسته طالبانوپه ټول هېواد کې د افغان وژنې لړۍ ته ادامه ورکړې خو امنیتي ځواکونه کولای شي د ولس په همکارۍ د پردیو د موخو لپاره جنګېدونکې اجیرې ملېشې ماتې کړي.

نوموړي وویل چې د جنایي جرمونو په تړاو یې په تېرو دریو میاشتو کې ۱۲۱ تنه د قانون د تطبیق په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

پکتیا امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په لیکو کې د فعالیت په تړاو د نیول شویو کسانو تر څنګ ګڼ شمېر هغه وسلې، مهمات، تجهزات او موټرسایکلونه هم رسنیو ته وښودل چې له ترهګرو او مختلفو مجرمینو څخه نیول شوي وو.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.