ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت دسړو خونو دویم کمپلیکس جوړیږي

پکتیا کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت دسړو خونو دویم کمپلیکس جوړیږي

author avatar
29 Apr 2020 - 20:14
پکتیا کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت دسړو خونو دویم کمپلیکس جوړیږي
author avatar
29 Apr 2020 - 20:14

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : په پکتیا ولایت کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مېوه جاتو او سبزي جاتو د سړو خونو د دویم کمپلېکس جوړولو چارې پیل شوې.

ددغو د عصري سړو خونو د یوه کمپلېکس چارې نن چهارشنبه د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په لاس پیل شوې چې د ۳ زره میټرک ټکنو توکو ظرفیت لري.

د پکتیا والي شمیم  خان کټوازي وویل چې د جمهوري ریاست له ملي پراختیا څخه د ملاتړ عملیاتي ادارې لخوا د ملي پراختیا شرکت په لاس له ملي بودیجې څخه په دولسو ولایتونو کې څوارلس د سړو خونو کمپلېکسونه جوړیږي.

هغه زیاته کړه، له نیکه مرغه دوه یې په پکتیا کې دي، چې د یو د بنسټ ډبره تیره اونۍ په ګردېز ښار کې اېښودل شوې وه او دویمه یې نن په احمد اباد ولسوالۍ کې کارونه پیل شول.

شمیم خان کټوازي وویل چې د سړو خونو دغه کمپلېکسونه په شپږ زره متره مربع ځمکه جوړيږي چې په مجموعي ډول به په یوه وخت د درې زره  مېټرک ټنه مېوو او سبزیجاتو د ذخیره کولو ظرفیت ولري او د مېوه جاتو او سبزيجاتو د ساتلو تر څنګ به د پروسس او بسته بندۍ، اداري برخې، برېښنا کور، پمپ خونه، د ساتونکو ودانۍ او احاطوي دېوال هم ولري.

د پکتیا د کرنې رییس محمد الدین مومند وویل چې د دغه کمپلېکس په جوړېدو سره به په پکتیا کې د مېوه جاتو او سبزيجاتو له ضایع کېدو مخنیوي وشي؛ د بزګرو او بڼوالو حاصلات به په مختلفو وختونو کې نرخ وساتلای شي، او مستقیمه ګټه به یې همدغې خواریکښې طبقې ته ورسيږي. نوموړي دا هم وویل چې د سړو خونو جوړېدل به د حاصلاتو له ډېروالي سره مرسته وکړي.

د ملي انکشاف شرکت د مسؤلینو په وینا د مرکز ګردېز او احمدابا ولسوالۍ د مېوو او سبو د سړو خونو د کمپلېکسونو په دواړو پروژو کې به ۳۰۰ کسانو ته په مؤقت ډول روزانه او شپېتو تنو ته په دایمي ډول د کار زمينه هم برابره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.