کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د سولې، اوربند او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غویي په ۱۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن حنیف اتمر سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې اړیکه کې دواړو لوریو پر اوربند، بین الافغاني مذاکراتو ، سولې پروسې او د افغانستان اسلامي جمهوریت پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
حنیف اتمر ویلي : (( موږ د خپلو سیمه ییزو همکارانو دا ډول هڅې او هلې ځلې ستایو.))
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز دواړو لوریو په افغانستان کې دټولشموله حکومت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پیاوړتیا او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایران څخه مننه کړې چې د کرونا ضد توکو مرسته یې کړې ده.
د یادونې ده، چې جواد ظریف تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره هم جلا جلا ټیلېفوني خبرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن