د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې د وکیل ملا محمد خان تره خېل زوی کابل کې ووژل شو

د ولسي جرګې د وکیل ملا محمد خان تره خېل زوی کابل کې ووژل شو

Apr 30, 2020 - 21:20

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۹) : نامعلومو وسله والو کسانو د ولسي جرګې د پخواني غړی ملا تره خیل وراره او د اوسني غړي ملا محمد خان زوې په کابل ښار کې وژلی دی.

د کابل کې یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د غویي په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ددولسمې ناحیې اړونده داحمدشاه بابا مینې په سیمه کې رامنځته شوی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د ملا محمد خان زوی سردار تره خیل سخت ټپي شو، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو یو تن استازي هم د پيښې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې دا پيښه د احمدشاه بابا مینې په دولسم بلاک کې رامنځته شوې ده.

په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې هم یو شمیر کسانو ددې پيښې په اړه پوسټونه کړي دي.

تر اوسه د ملا تره خیل کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan