ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې يوې ډلې کسانو څو تنه ډاکټران وهلي دي

پکتيا کې يوې ډلې کسانو څو تنه ډاکټران وهلي دي

author avatar
30 Apr 2020 - 21:25
پکتيا کې يوې ډلې کسانو څو تنه ډاکټران وهلي دي
author avatar
30 Apr 2020 - 21:25

ګردېز (پژواک، ۱۱ غويی ۹۹): په ګردېز کې ځينو کسانو د کرونا ناروغۍ د حوزوي تشخيصيه لابراتوار ځينې ډاکټران سخت وهلي، چې اوسمهال په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ډاکټران وايي, دې کسانو ځکه ور سره ياد فزيکي برخورد کړی، چې په خبره يې ولې د دوی د يوه کرونا ناروغ د معايناتو نتيجه ورکه شوې ده. د عامې روغتيا رياست په CCTV کامرو کې ښکاري چې ګڼ کسان څو تنه ډاکټران په سوک، څپېړو او لرګيو وهي. د کرونا تشخيصيه مرکز د تماس غړی او وهل شوی ډاکټر رحيم جان وايي, دوی په سهارنۍ کاري ناسته کې د يادې ناروغۍ د وروستيو شمېرو او عمومي حالت په اړه خبرې کولې، چې څو تنه ورغلي او د خپل يوه کرونا ناروغ د معايناتو د نتيجې ژر نه راتلو مسله يې ياده کړې ده. هغه پژواک ته وويل چې د يادې کاري ډلې مشر ډاکټر شريف ورته د زياتې بوختيا په اړه ويلي او زياته يې کړې ده چې د ناروغ نتيجه به يې ورکړي، خو شاوخوا څوارلس کسانو ياد ډاکټر ته لاس ور اچولی او بيا يې ناست اووه تنه ټول سخت وهلي دي. نوموړي زياته کړه: ((موږ په خپله موضوع خبرې کولې، څو تنه راغلل او ويل يې چې د ۲۲۵ نمبر کوډ نتيجه تر اوسه نه ده راغلې، موږ دا موضوع د سرويلانس ټيم له مشر سره شريکه کړه او موږ بېرته ميټينګ ته ادامه ورکړه، خو دوی ناڅايه وارونه شروع کړل، لرګي او اوسپنې يې راواخيستې.)) ډاکټر رحيم جان وايي چې د يو تن ډاکټر سر او د بل لاس مات شوی او نور ډاکټران هم په بېلابېلو ځايونو خوږ شوي دي. ده وويل چې وروسته څو تنه پوليس هم ورغلي او له نورو ملکي کسانو سره يو ځای يې دوی وهلي او ګواښونه يې ورته کړي دي. هغه پژواک ته وويل: ((وروسته دوه کسه پوليس راغلل، مرمۍ يې راته تېره کړه او د هغوی طرفداري يې وکړه. په ډېر تاسف وايم چې موږ روژه په خوله د کرونا ناروغي سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې يو، خو دا مو حالت دی.)) دغه راز د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي, پر ځای د دې چې خلک او دولت بايد د ډاکټرانو د فعاليت قدر وکړي، برعکس يې پر وړاندې نه جبرانېدونکی تېری کوي. احمدزي پژواک ته وويل: ((دا زموږ د عامې روغتيا رياست پرسونل دی، ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې د کرونا د مخنيوي لپاره لګيا دي. له ولايت مقام څخه جدي غوښتنه کوو چې دا موضوع ډېره جدي وڅېړي او عاملين په سزا ورسوي.)) د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي ياده پېښه خورا خواشينوونکې بولي او وايي چې په جدي ډول يې د څېړل کېدو ډاډ ورکوي. سهي وايي:((څو بې بند وباره کسان راغلي او ډېر بد قدم يې اخيستی دی. ځينې ډاکټر صاحبان ژور ژوبل دي. په کامره کې لیدل کيږي چې څو تنه نظاميان هم مداخله کوي او متاسفانه پر ځای د دې چې وضع کنټرول کړي، هغوی زمينه سازي کړې ده. ټولو سره جدي برخورد کوو.)) تر اوسه د عاملينو د پېژندلو او نيول کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.