ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتون غورځنګ مرکزي غړی عارف وزیر وسله وال برید کې سخت ټپي شوی

د پښتون غورځنګ مرکزي غړی عارف وزیر وسله وال برید کې سخت ټپي شوی

author avatar
1 May 2020 - 21:18
د پښتون غورځنګ مرکزي غړی عارف وزیر وسله وال برید کې سخت ټپي شوی
author avatar
1 May 2020 - 21:18

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه مخکښ غړي عارف وزیر وسله وال برید  شوی دی.

د غورځنګ مرکزي مشر او د عارف وزیر د تره زوی علي وزیر د غویي په ۱۲مه،په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې پر عارف برید نن مازیګر د سویلي وزیرستان په مرکز واڼا کې وسله والو کسانو برید کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې هغه سخت ټپي شو او په یوه ځایی روغتون  کې تر درملنې لاندې دی.

په لومړي سر کې دهغه د مړینې راپورونه هم ورکړل شوي وو، خو وروسته وویل شول چې هغه سخت ټپی او په روغتون کې دی.

علي وزیر له خپلو پلویانو غوښتي دي چې له تاوتریخوالي څخه کار وانخلي او د غورځنګ د مشرتابه لارښوونو ته دې منتظر واوسي.

د  غورځنګ بله غړې وړانګه لوڼۍ ویلي چې دا برید د حکومت پلوه ځایی وسله والو طالبانو لخوا ترسره شوی دی.

بل خوا د غورځنګ سرچینې وایي چې د پاکستان په سیمه کې پر ګرځیدو بندیز لګولی او څوک نه پریږدي چې د عارف وزیر او یا روغتون ته ولاړ شي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.