ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د کرنې برخه کې د ۱۳ میلیارده افغانیو په لګښت ځانګړی پروګرام اعلان کړ

حکومت د کرنې برخه کې د ۱۳ میلیارده افغانیو په لګښت ځانګړی پروګرام اعلان کړ

author avatar
3 May 2020 - 15:55
حکومت د کرنې برخه کې د ۱۳ میلیارده افغانیو په لګښت ځانګړی پروګرام اعلان کړ
author avatar
3 May 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹) : د کرنې وزارت، د ۱۳ میلیاردو افغانیو په لګښت د صادراتي کرنیزو تولیداتو د مدیریت د تطبیق د پیل اعلان وکړ چې پربنسټ یې د کرنیزو توکو د خرابېدو مخه نیول کیږي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې ددې طرحې د تطبیق پیلېدل اعلان کړ او ويې ویل: «په دې طرحه کې د ممیزو د بېړنیو خونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو په پار په بېړني ډول د سړوخونو یا زېرمتونونو جوړول، بڼوالو او بزګرانو ته د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه چمتو کول او د بنسټونو له خوا بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د پېر قراردادونه وړاندې کول شامل دي.»

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددې طرحې پلي کېدل یو بېړنی کار دی او له څلور تر شپږو میاشتو پورې پلې کيږي.

د حشمت الله غفوري په خبره، ددې طرحې د پلي کېدو ټولیزه بودیجه چې د کرنیزو محصولاتو یوه برخه تر پوښښ لاندې راولي ۱۳.۷میلیارده افغانۍ ده، چې اته میلیارده یې د کرنې وزارت په واک کې ورکړل شوې ده.

د غفوري په خبره, ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت د ۶۰۰ پلان شوي ممیزخونو د جوړولو ترڅنګ چې په نورمال ډول یې په خپل پلان کې لري او د جوړولو چارې یې روانې دي، څلور زره او ۳۳۲ نوي ممیزخونې چې هر یوه یې ۱۶ ټنه وړتیا لري هم جوړیږي.

غفوري وویل، چې په دې طرحه کې شاملې ممیزخونې، په منځنۍ کچه په څلورو میاشتو کې جوړیږي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددې طرحې په اډانه کې څوارلس زره او ۶۳۳ صفر انرژۍ سړې خونې یا د پیازو او کچالو زېرمتونونه، چې د ۵ تر ۱۰ ټنه د کرنیزو توکو د ساتنې وړتیا ولري، جوړیږي.

د غفوري په خبره, ددې طرحې د پلي کېدو په اډانه کې ۸۸۴ صفر انرژۍ سړې خونې (سارک) چې هر یوه یې د ۲۵ ټنه کرنیزو توکو وړتیا لري جوړیږي. په دغو سړوخونو کې به انار، انګور او مڼې وساتل شي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې په ټولیزه توګه ددې طرحې په تطبیق کې ۶۰ زره او ۳۰۹ کسانو ته دوامداره دندې او د پروژو په پلي کولو کې ۱۹۱ زره او ۶۷۰ کسانو ته لنډ مهالې دندې برابریږي.

هغه وویل، چې پر بزګرانو اوبڼوالو د مېوو او سبو وچوونکو دستګاوو وېشل ددې طرحې بله برخه ده.

د کرنې وزارت په اعلان سره دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د کرنیزو محصولاتو له خوساکېدو څخه د مخنیوي په پار یوشمېرکورنۍ کمپنۍ هم د کرنیزو حصولاتو د پروسس په برخه کې کار کوي.

په ممیزخونو کې انګور په ممیزو بدلیږي او وچوونکي ماشینونه په دې برنامه کې شاملې مېوې او سابه وچوي. دغه راز کورنیو کمپنیوته پنځه میلیونه ډالره پور ورکول کيږي او کورنۍ کمپنۍ کورني اضافي محصولات (رومي بانجان، مڼه، انګور او نار) پروسسوي تر څو د مصرف عمر یې اوږد شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.