ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په کندوز کې پر کرونا ويروس اخته روغتيايي کارکوونکي قرنطين نه مراعتوي

خلک: په کندوز کې پر کرونا ويروس اخته روغتيايي کارکوونکي قرنطين نه مراعتوي

author avatar
3 May 2020 - 14:47
خلک: په کندوز کې پر کرونا ويروس اخته روغتيايي کارکوونکي قرنطين نه مراعتوي
author avatar
3 May 2020 - 14:47

کندوز ښار (پژواک، ١٤ غويی ٩٩): د کندوز د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولايت کې پر کرونا ويروس اخته روغتيايي کارکوونکي د قرنطين اصول نه مراعتوي, په ازاده توګه په ښار او نورو سيمو کې تګ راتګ کوي چې دا کار د خلکو لپاره ګواښوونکى دى.

د کندوز د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې, په دغه ولايت کې تر اوسه ٣٧ تنه پر کرونا اخته شوي چې ١٥ يې روغتيايي کارکوونکي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې روغتيايي کارکوونکو د کرونا ويروس پر وړاندې جدي مبارزه او اړين تدابير په پام کې ونه نيول, نو ځکه اوس ډېرى روغتيايي کارکوونکي په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وايي:((دغو روغتيايي کارکوونکو اوس ځانونه په روغتون او يا هم کوم بل مناسب ځاى کې نه دي قرنطين کړي په ښار کې ازاده تګ راتګ کوي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.))

دغه راز د کندوز د مدني ټولنو رييس عنايت الله خليق هم پژواک ته وويل چې پر کرونا ويروس اخته ډاکټران تر ډېره د قرنطين اصول نه مراعتوي.

هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت د کويډ ١٩ روغتون په سمه توګه نه دى تجهيز شوى چې د خلکو لپاره يوه لويه اندېښنه ده.

خليق زياته کړه: ((سل ميليونه افغانۍ د کندوز لپاره اختصاص شوې خو تر اوسه د کويډ ١٩ روغتون سم نه دى مجهز شوى نه پوهيږم دا پيسې څه شوې؟.))

بل لورته د کندوز د عامې روغتيا رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په دغه ولايت کې پر کرونا ويروس اخته روغتيايي کارکوونکي د قرنطين مسايل په سمه توګه په پام کې نه نيسي.

په اعلاميه کې راغلي: ((دغه ډاکټران په ځينو حالاتو کې په ښار او نورو ځايونو کې ليدل شوي، که څه هم چې زموږ د کويډ ١٩ روغتون په سمه توګه مجهز دى خو دغو ډاکټرانو ځانونه په نورو ځايونو کې قرنطين کړي او هغه سم نه مراعتوي چې دغه کار يې اندېښمنوونکى دى.))

همدارنګه د کندوز د کويډ ١٩ روغتون مسوول ډاکټر ذبيح مجيدي پژواک ته وويل چې تر اوسه په دغه ولايت کې ١٥ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا ويروس اخته شوي چې ځينې يې په کور او ځينې يې په روغتون کې قرنطين شوي دي.

ده وويل: ((هغه صحي کارکوونکي چې په کرونا اخته دي او قرنطين مراعت نه کړي، جدي چلند ورسره کيږي او اجازه نه ورکوو چې په ښار کې تګ راتګ وکړي.))

خو په کندوز کې پر کرونا ويروس د اخته روغتيايي کارکوونکو له ډلې څخه يو تن ډاکټر د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې دوى ځينې په کور او ځينې هم په روغتون کې قرنطين دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.