ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سترې محکمې اداري رییس ووژل شو

د سترې محکمې اداري رییس ووژل شو

author avatar
3 May 2020 - 11:19
د سترې محکمې اداري رییس ووژل شو
author avatar
3 May 2020 - 11:19

 کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹) : دافغانستان د سترې محکمې اداري رییس محمد وسیم کشاف د ناپېژاندو وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

 د سترې محکمې یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د غویي په ۱۴مه،پژواک اژانس ته وویل چې اداري رییس وسیم کشاف پرون ماښام دکابل – جلال اباد پر لویه لاره وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځینې کسان هغه ته په کمین کې ناست و او پرې یې ډزې کړې دي.

 د یادونې ده، چې وسیم کشاف د افغانستان د علماوو شورا د رییس مولوي قیام الدین کشاف زوی و.

 د لغمان والي اصف ننګ د نوموړي د وژلو د تایید ترڅنګ پر دې پېښې سخته خواشیني څرګنده کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.