ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: له هرو لسو کسانو اته وایي، بېوزلو ته د ډوډۍ په وېش کې فساد شته

سروې: له هرو لسو کسانو اته وایي، بېوزلو ته د ډوډۍ په وېش کې فساد شته

author avatar
3 May 2020 - 14:16
سروې: له هرو لسو کسانو اته وایي، بېوزلو ته د ډوډۍ په وېش کې فساد شته
author avatar
3 May 2020 - 14:16

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹): د پژواک د پرلیکه سروې ۸۱ سلنه ګډونوال وایي چې له بېوزلو سره د حکومت له خوا د وچې ډوډۍ په وېش کې فساد شتون لري، خو پاتې نور بیا د مرستې دغه بهیر روڼ بولي.

د روان کال د وري په نهمه د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه په کابل ښار کې پر ګرځېدو محدودیتونه ولګول شول، ډېری دولتي کارکوونکي رخصت شول او د خوراکي توکو له هټیو او درملتونونو پرته نور ټول مارکېټونه او هټۍ وتړل شول.

تر اوسه په افغانستان کې ۲۷۰۴ کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۸۴ کسان مړه او ۳۴۵ کسان بېرته روغ شوي دي.

د دې ناروغۍ د ورځ تر بلې خپرېدو له امله لګول شوي محدودیتونه  تر کوچني اختره وغځول شول.

له دغو محدودیتونه سره ډېر کسان وزګار او له اقتصادي ستونزو سره مخ شول او حکومت د غویي په لسمه په کابل کې له بېوزلو سره د نانوایي ګانو له لارې د وچې ډوډې وېش پیل کړ.

دغه چاره د کابل ښاروالي پر مخ وړي. 

پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو پوښتلي چې د دولت له خوا له بېوزلو سره د مرستې په موخه په کابل کې وچه ډوډۍ وېشل کېږي؛ ایا په دغه وېش کې فساد شته که نه؟

په نظرپوښتنه کې ۵۸۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.

له دغو ۸۱ سلنه کسانو ادعا کړې چې د وچې ډوډۍ په وېش کې فساد شته، خو ۱۹ سلنه نورو بیا ویلي چې د ډوډۍ د وېش په دې لړې کې فساد نشته.

د یادونې ده، دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

د سروې ۱۵۴ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې کړې دي.

د ډوډۍ په وېش کې فساد شته You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.