ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما:هیچا ته دې اجازه نه ورکول کیږي چې د مطبوعاتو د ازادۍ برخه کې پرمختګ وګواښي

یوناما:هیچا ته دې اجازه نه ورکول کیږي چې د مطبوعاتو د ازادۍ برخه کې پرمختګ وګواښي

author avatar
3 May 2020 - 12:02
یوناما:هیچا ته دې اجازه نه ورکول کیږي چې د مطبوعاتو د ازادۍ برخه کې پرمختګ وګواښي
author avatar
3 May 2020 - 12:02

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹): یوناما وايي، د سولې په هر ډول خبرو کې د بیان د ازادۍ حق په ګډون ټولو بشري حقونو ته باید پام وشي او هیچا ته دې اجازه نه ورکول کېږي چې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې پرمختګ وګواښي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه دفتر یوناما څخه د غويي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته په رسېدلي خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د خپلواکۍ نړیواله ورځ هر کال د مۍ میاشتې په درېیمه نېټه له ۱۹۹۳ کال راهیسې څخه نمانځل کېږي.

یادې خبرپاڼې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې دیبرا الینز له قوله لیکلي، افغانستان په سوېل ختیځه اسیا کې تر ټولو زیات هراړخیز او ځلېدونکي رسنیز سکټورونه لري چې د پام وړلاسته راوړنه ده.

هغه وايي:"ملګري ملتونه په خپل دې دریځ ټینګ دي چې د رسنیو ازادي باید د سولې د هربهیر د یوې برخې په توګه خوندي وساتل شي او ټولې خواوې دې د سولې په هر ډول خبرو کې د بیان د ازادۍ د حق په شمول چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹مه ماده کې راغلي بشري حقونو ته پام وکړي."

نوموړې زیاته کړې، هیچا ته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې پرمختګ وګواښي او کرکجنو ویناوو، تاوتریخوالي ته هڅونې او دې ته ورته نورو ناوړه کړنو ته هم باید اجازه ورنه کړل شي چې خلک یې پرضد راوپاروي, ترڅو دسولې هڅو ته زیان ورسوي یا سیاسي حساس بهیر زیانمن کړي.

په کابل کې د یوناما د مشرې په وینا:"رسنۍ باید د کرکجنو بیانونو پر وړاندې ودریږي او موږ ټول باید د ژورنالېستانو د ساتنې لپاره هغه څه ترسره کړو چې کولی یې شو. دخپل ټولیز مکلفیت د پېژندلو له لارې باید داسې عملي ګامونه پورته کړو، چې د کویډ۱۹ په ګډون ټولو هغو ستونزو ته رسېدنه وکړو چې رسنۍ ګواښي."

دیبرا الینز وویل:"زموږ د بشري حقونو همکاران د رسنیو پر وړاندې جرمونه تعقیبوي چې له وسله والې جګړې سره تړاو لري، او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د خبریالانو خوندیتوب ته وده ورکوي او له معافیت سره مبارزه کوي, تر څو متخلفین عدالت ته را وړاندې کړل شي."

هغه زیاتوي:" زه د هغو ژورنالېستانو درناوی کوم چې د ناسمو راپورونو په برخه کې حقایق چک کوي، ځکه چې غلط معلومات ژوند په خطر کې اچوي."

بلخوا په کابل کې د بریتانیې سفارت د رسنیو نړیوالې ورځ په ویاړ په خپل یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې بریتانیه له ډېر وخت راهیسې په افغانستان کې د رسنیو له ازادۍ څخه ملاتړکوي.

د یاد سفارت په خبرپاڼه کې راغلي:"له ۲۰۱۸ کال راهیسې، برتانیه او کاناډا په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړیوال کمپاین مشري پر غاړه لري. د کمپاین موخه د رسنیو ازادۍ ته د نړیوالو توجه را اړول دي اود هغو پر ضد مبارزه ده چې د رسنیو ازادي تر پښو الندې کوي."

د یادي خبرپاڼې له مخې د اړیکو، د دولتي کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو او د ازاد بحث او خبرو اترو د پروګرامونو ملاتړ ترڅنګ تېرکال په کابل کې د برتانیې سفارت معلوماتوته دلاسرسي، د خبریالانو د خوندیتوب او ښځینه خبریالانو د ملاتړ لپاره د درې سوه زرو پونډو په لګښت بېلا بېلې پروژې پلې کړې دي.

د یادونې ده چې له ۱۹۹۳ کال رهیسې د مۍ میاشتې درېيمه نېټه په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د خپلواکۍ ورځ نمانځل کیږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.