ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي

هلمند کې پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي

author avatar
4 May 2020 - 12:44
هلمند کې پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي
author avatar
4 May 2020 - 12:44

لښکرګاه (پژواک، ١٥ غويی ٩٩): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د موټر بم بريد له امله پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې پر افغان ځواکونو د موټر بم بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

دغه راز د يادې سيمې یوه اوسېدونکي خان محمد هم پژواک ته وويل چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجى شوى خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه بريد کې يواځې يو سرتېرى ټپي شوى دى.

سرچينه وايي: ((طالبانو غوښتل چې د يخچال سيمې پر امنيتي مرکز د موټر بم بريد وکړي خو موخې ته تر رسېدو وړاندې افغان ځواکونو پېژندلى او ډزې يې پرې کړي چې بريد ګر وژل شوى خو په خواشينۍ سره چې په دغه پېښه کې يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.))

بل لورته د ياد بريد مسووليت طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې د افغان ځواکونو پر يوه مرکز تکتيکي چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دغه چاودنه کې لسګونه حکومتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

احمدي زياتوي چې د چاودنې پرمهال د حکومتي ځواکونو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپږ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.