چاریکار (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹): د برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د رڼا دښمنانو د پروان مرکز په ګلغونډۍ ساحه کې د برېښنا دوه پایې الوځولې خو برېښنا نه ده پرې شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو پایو بنسټونه له درېیو درېیو برخو ویجاړ شوي خو پایې چپه شوې نه دي او تخنیکي ټیم د پایو د ترمیم لپاره ساحې ته لېږل شوی دی.
سرچینه زیاتوي: "په څو وروستیو ورځو کې د برېښنا پایې قصداً و هېواد د دښمنانو له خوا پرله پسې الوځول کېږي چې دا خپله د افغانستان خلکو ته اقتصادي، ټولنیزه، تحصیلي او روغتیایي ضربه رسوي."
خبرپاڼه کې راغلي: "برېښنا شرکت له خلکو او مسوولینو هیله لري څو د دښمن د دې ډول خصمانه کړنو مخه ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، پرته له دې به له یوه تیاره ناورین سره مخ شو."
د پروان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع رحیمي د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وايي، دوه پایې الوځول شوې خو د برېښنا پرې شوې نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ مخکې د وارداتي برېښنا یوه پایه د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې هم د یوې شپږ کسیزې ډلې له خوا الوځول شوې وه."
امنیتي ځواکونو د دغه تخریب په تړاو شپږ کسان ونیول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن