ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ناپېژانده وسله والو کندوز کې شنې ونې پرې کړې دي”

“ناپېژانده وسله والو کندوز کې شنې ونې پرې کړې دي”

author avatar
6 May 2020 - 18:37
“ناپېژانده وسله والو کندوز کې شنې ونې پرې کړې دي”
author avatar
6 May 2020 - 18:37

کندوز ښار (پژواک، ١٧ غويی ٩٩): د کندوز د چاپيريال ساتنې اداې مسوولين وايي چې ناپېژانده وسله والو د کندوز ښار- خان اباد ولسوالۍ پر لويه لار يو شمېر شنې ونې پرې کړې دي.

د کندوز د چاپيريال ساتنې ادارې رييس حشمت الله جليل د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې د کندوز-خان اباد پر لويه لار د سړک دواړو لوريو ته تقريبا د ١٢ کيلومتره په اوږدوالي کې شنې ونې پرې شوې دي.

هغه وايي: ((ځينې کسان وايي چې دغه کار طالبانو کړى خو ځينې نور بيا وايي چې ناپېژانده وسله والو کړى, خو موږ کوښښ کوو چې دقيق يې کړو چې دغه کار چا کړى دى.))

دغه راز د خان اباد د بندر سيمې یوه اوسېدونکي حکيم پژواک ته وويل چې د ملرغۍ تر لودين سيمې پورې د سړک دواړو لوريو ته شنې ونې وهل شوې دي.

ده زياته کړه: ((په دې کې هم مثمرې او هم غېر مثمرې ونې شته چې په ډېرې بې رحمۍ سره يې قطع کړې دي.))

بل لورته د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري پژواک ته وويل چې دغه ونې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې پرې شوې دي.

هغه وايي: ((دغه ونې هغه سيمو کې پرې شوي چې هلته طالبان دي، زموږ پوستې هلته نشته ، نو هلته موږ څه نه شو کولاى.))

د وسله‏ والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي

په کندز ولایت کې د برېښناشرکت په غوښتنه، د خلکو په مواقفه او مرسته په ځینو ځایونو کې هغه ونې چې د برق له پایو او لینونو سره تصادم کوي پرې شوې دي.

ځکه دا ونې د برقونو د شارټۍ او په سیمه کې د برق د قطع کېدو سبب ګرځېدې.

د يادونې ده چې د يادو ونو د پرې کولو پرمهال د دغه ولايت د برېښنا يو مزی هم پرې شوى چې ستونزې يې پيدا کړې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.