ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د يوه سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي

بغلان کې د يوه سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي

author avatar
6 May 2020 - 18:26
بغلان کې د يوه سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي
author avatar
6 May 2020 - 18:26

پلخمری (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹): د بغلان يو شمېر قومي مشران وايي چې د يو شمېر کسانو د لاسوهنو او حکومت د نه پاملرنې له امله په دغه ولايت کې د يوه سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.

د دغه روغتون د جوړېدو چارې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د مرکز پلخمري په حسين خېلو سيمه کې پيل شوې دي.

د همدې سيمې قومي مشر حاجي محمد حسن د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومتي چارواکو له ژمنې سره سم د دغه روغتون چارې بايد په درېیو کلونو بشپړ شوې واى، خو د پنځو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه يې نيمايي کار هم نه دى ترسره شوى.

هغه د چا نوم ياد نه کړ خو ويې ويل: ((يو شمېر مغرضو کسانو يې د جوړېدو مخه نيولې او حکومت يې هم پر وړاندې چوپه خوله دى.))

د حسين خېلو د سيمې د ولسي تړون شورا مشر فرهاد احمدزي پژواک ته وويل چې په پيل کې د روغتون د جوړېدو چارې سمې روانې وې خو د وخت په تېرېدو سره ټکنې شوې.

نوموړى زياتوي چې دغه موضوع يې څو ځلې د ولايت له مقام سره شرېکه کړې خو تراوسه د حل لار ورته نه ده پيدا شوې.

دغه راز د بغلان مدني ټولنې اجراييوي مسوول کبير احمدزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يو شمېر مافيايي کړۍ د خپلو شخصي ګټو لپاره د ټولګټو پروژو د پلي کېدو مخه نيسي.

ده هم په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو ټينګار يې وکړ چې دغه موضوع بايد په کره ډول ولسمشر ته ورسول شي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د عامې روغتيا رييس حبيب الله محب پژواک ته وويل چې د حسين خېلو سل بستريز روغتون چارې شاخوا ٤٥ سلنه بشپړې شوي, خو د کار د ځنډېدو په اړه يې معلومات نه لري.

ده وويل: ((وزارت هم معلومات غوښتي دي، د معلوماتو په ټولولو بوخت يو، خو په دې اړه بايد قراردادي شرکت او د ولايت مقام معلومات ورکړي.))

د يادې پروژې د قراردادي شرکت مدير انجنير مقصود پژواک ته وويل چې د بغلان د عامې روغتيا رياست د بې ځايه لاسوهنو له امله د حسين خېلو روغتون د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي.

هغه وايي: ((د هرې ورځې کار په اړه مو مسوولينو ته خبر ورکړى دى، خو حکومتي مسوولين سمه همکاري نه کوي، څو ورځې وړاندې مو د ولايت مقام ته يو مکتوب واستاوه، چا نه اخيسته، بلاخره وزارت مو پرې خبر کړ او کار مو وځنډاوه.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.