ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ۳۰۰ کرنېزې پروژې پلې کيږي

لوګر کې ۳۰۰ کرنېزې پروژې پلې کيږي

author avatar
6 May 2020 - 19:24
لوګر کې ۳۰۰ کرنېزې پروژې پلې کيږي
author avatar
6 May 2020 - 19:24

پل علم (پژواک، ١٧ غويی ٩٩): د لوګر ولايت په مرکز او څلورو ولسواليو کې د ١٥٥ ميليونه افغانيو په لګښت درې سوه کرنېزې پروژې پلې کيږي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولايت د کرنې رييس عبدالله تسل وويل چې په دغو پروژو کې ٦٠ د مميزو د ساتنې خونې، ١٢٠ د پيازو او کچالو زېرمې، ٢٠ د مڼو سړې خونې او سل د روميانو د وچولو پروژې شاملې دي.

ده وويل چې دغه پروژې د مرکز پل علم ترڅنګ په محمد اغه، خوښۍ، څرخ او بره کي برک ولسواليو کې پلې کيږي.

دغه راز د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې پر يادو پروژو څه باندې ١٥٥ ميليونه افغانۍ لګول کيږي چې لس سلنه بزګرانو په کې هم ونډه اخيستې ده.

اسحاقزي وویل چې د یادو پروژو له پلي کولو څخه موخه داده ترڅو د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه شي او هم د ترلاسه شویو محصولاتو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ د میوو او سبو صادرات او واردات هم ښه شي.

د لوګر والي وایي چې د دغو کرنیزو پروژو په پلي کېدو سره به څه باندې ۲۵ زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ولایتي چارواکي وایي چې د یادو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشړې شي.

په ورته مهال د لوګر د ولایتي شورا ريیس حسیب الله ستانکزي په اوسني وخت کې د یادو پروژو پلي کول اړین بولي او له خلکو څخه یې په یاده برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه د لوګر یوتن بزګر او قومي مشر حاجي محمد داوود مېلمه د یادو کرنیزو پروژو له پلي کېدو څخه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دغه پروژې به په ښه کیفیت او سم ډول د بزګرانو لپاره پلې شي.

د یادو پروژو د پیل خبر داسې مهال ورکول کیږي چې تر دې وړاندې د دغه ولایت بزګرانو د خپلو محصولاتو لپاره د ساتنې او بازار موندنې غوښتنه کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.