ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نابینایان او معلولین: د کرونا فنډ او وچې ډوډۍ وېش کې برخه نه ده راکړل شوې

نابینایان او معلولین: د کرونا فنډ او وچې ډوډۍ وېش کې برخه نه ده راکړل شوې

author avatar
6 May 2020 - 18:31
نابینایان او معلولین: د کرونا فنډ او وچې ډوډۍ وېش کې برخه نه ده راکړل شوې
author avatar
6 May 2020 - 18:31

جلال اباد ( پژواک ۱۷ غويی ۹۹): ننګرهار کې یو شمېر نابینایانو او نورو معلولینو د اعتراض په ډول په دې ولایت کې د کرونا فنډ صندوق، وچې ډوډۍ برنامې او یو شمېر نورو شوو مرستو باندې نيوکې وکړې چې ګواکې دوی په کې له پامه غورځول شوي او مرستې هغه چا اخیستې دي چې حقدار یې نه وو.

دا نابینایان چې د غويي په ۱۷مه جلال اباد ښار کې د يو لاريون پرمهال راټول شوي وو, ويل يې چې د کورنيو سرپرستي ور تر غاړې ده، په کور کې د خوړو څه نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی نیوکه کوي چې ننګرهار کې په ټولو شویو مرستو کې دوی له پامه غورځول شوي او ټينګار يې دا دی، مرستې ټولو هغو خلکو اخیستي چې له هر چا یې روزګار ښه دی.

د دوی له ډلې فضل ربي وويل, که پاملرنه ورته ونه شي په ښار او ولسوالیو کې ټول نابینایان به راټول کړي او لاریونونه به ترسره کړي.

خو بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، چې د دوی ټولې شوې مرستې د ټولنې د ټولو قشرونو سره وي چې په خبره یې معلولین، نابینایان او ټول په کې شامل دي.

هغه پژواک ته وويل, دوی د معلولینو او نابینایانو لپاره کومه ځانګړې برنامه نه لري چې مرسته ورسره وکړي.

دا ډله نابینایان په داسې حال کې په ننګرهار کې په شوو مرستو نیوکې کوي چې تر دې وړاندې هم په دې مرستو کې په شفافیت اعترضونه شوي و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.