ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: د کرونا له امله زده کړې باید شاته ونه غورځول شي

یونیسف: د کرونا له امله زده کړې باید شاته ونه غورځول شي

author avatar
6 May 2020 - 17:30
یونیسف: د کرونا له امله زده کړې باید شاته ونه غورځول شي
author avatar
6 May 2020 - 17:30

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹) : د ملګرو ملتونو د یونیسف اداره وایي چې د کرونا وبا له امله په ټول افغانستان کې تر ۹،۵ میلیونه زیات ماشومان له ښوونځیو بهر پاتې شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې یونیسف ادارې تر دې مخکې ویلي و، چې د کرونا له امله په ټوله اسیا کې ۴۵۰ میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې شوي دي.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې دوی د زده کوونکو د زده کړولپاره پر ځینو بدیلو لارو چارو غور او اقدامات کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشرابوبکر کمپو پژواک اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل ، د کرونا یا کویډ ۱۹ ناروغي په افغانستان کې ماشومانو ته هم خطرناکه ده.

هغه زیاته کړې، لکه څرنګه چې په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې شخړه روانه ده او په ټولنه کې غربت هم زیات شوی، دغه راز کرونا دا ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

نوموړی وایي، د غربت ترڅنګ امنیتي ستونزې هم ډېرې او دې ټولو د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.

دی وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ زره شیدې رودونکي ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي چی درملنې ته اړتیا لري ، میلیونونه ماشومان په ټول افغانستان کې له ښوونځي پاتې دي او اوس کرونا د ماشومانو لپاره ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي .

د یونیسف مشر وایي، د تېرې مارچ میاشتې له ۱۴مې څخه په افغانستان کې ټول ښوونځي چې ټولټال ۹،۵ میلیونه ماشومانو په کې زده کړې کولې بند شوي او ماشومان له ښوونځیو بهر دي.

ده زیاته کړې ، اوس ټول باید له نویو حالاتو سره ځان عیار کړي او د انلاین له لارې زده کړې ورکړل شي، یونیسف له پوهنې وزارت سره په ګډه پر دې کار کوي چې د زده کړو لپاره پر یوې بدیلې لارې غور وکړي .

هغه وایي: (( موږ په دغه برخه کې دافغانستان د حکومت مرسته او ملاتړ کوو چې په ښوونځیو کې له کرونا څخه وقایوي اقدامات وکړي، دلاسونو وینځلو اسانتیاوې برابرې کړي، ماسکونه ورکړي )).

د نوموړي په وینا ، دا لا نه ده معلومه، چې ښوونځي کله پرانېستل کیږي ، که چېرې دا ستونزه تر ژمي پورې دوام کوي، نو باید له اوس څخه ښوونځي او ماشومان ورته چمتو کړل شي.

د یونیسف مشر وایي : (( د کرونا په اوسني حالت کې ټولو موافقه کړې چې ښوونځي د ماشومانو دروزنې بنسټیز ځای دی ، موږ یونیسف غواړو چې خلک تشویق کړو څو د کرونا له امله زده کړې شاته ونه غورځول شي ، ټول مسوولين او چارواکي دا باید یقیني کړي چې افغانستان کې د ماشومانو امنیت خوندي او روغتیا یې سالمه وي. ))

بلخوا د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې دوی د کرونا د رخصتۍ پر مهال د ښوونځیو د رخصتیو له امله د زده کړو بېلا بېل پروګرامونه پيل کړي دي.

ددغه وزارت ویانده نوریه نهضت وایي چې په یو شمېر ولایتونو کې د زده کړې او سواد اموزۍ کورسونه پیل شوي او هلته په ازاده فضا کې چې دا زده کړې ورکول کیږي، واټن هم مراعت شوی دی.

هغې زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د ترکیې د معارف له بنسټ سره د لومړۍ دورې د درې زره درسي موادو د ویډیويي درسي موادو جوړولو تړون هم لاسلیک کړی، تر څو دټولیزو اطلاعاتو د وسایلو لکه تلوېزیون، راډیو، انټرنیټ، سمارټ ټيلېفون له لارو زده کوونکو ته د زده کړو جریان جاری وساتي

د پوهنې وزیر دوکتور میرویس بلخي هم وایي چې دوی د کرونا له امله دښوونځیو دتړلو او د زده کړې په اړه پر یو جامع پلان کار کړی دی .

هغه چې دکرونا د بېړنۍ کمېټې غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړې چې په کابل او ولایتونو کې به ډېر ژر جامع پروګرامونه جوړ شي.

بلخي وایي چې دوی له اغاخان بنسټ سره له سټلایټ سره د معارف تلوېزيون نښلولو په اړه یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی دی.

دی وایی چې له سټلایټ سره د معارف تلوېزیون وصل کېدو سره به دغه تلوېزیون په ۳۴ ولایتونو کې ولیدل شي .

د نوموړي په وینا، دغه راز له افغان فلم سره یې هم خبرې کړې دي چې د قرنطین د ورځو لپاره ښوونیزې ویډیوګانې ورته جوړې کړي.

بلخوا د ملي تلوېزیون رییس اسماعیل میاخېل هم ویلي چې دوی هم د خپل تلوېزیون له لارې به په مرکز او ۳۴ ولایتونو کې ښوونیز پروګرامونه خپاره کړي.

یونیسف تر دې مخکې ویلي و، چې له کرونا ناروغۍ مخکې هم په دې سیمه کې د زده کړو پر وړاندې ننګونې او ستونزې وې.

سرچینې زیاته کړې، د کرونا ویروس له امله یواځې په سوېلي اسیا کې د ښوونځي عمر لرونکي ۹۵ ميليونه ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي. د کويډ۱۹ روان کړکيچ په رامنځته کېدو سره د دې سيمې ۴۳۰ ميليونو څخه ډېر ماشومان د ښوونځيو د تړلو له امله په سوېلي اسيا کې اغېزمن شوي او اوس له تعليمي سيستم څخه د بهر کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که د زيانمنو ماشومانو او ستونزمنو لارو لرونکو ځايونو لپاره د ښوونځيو د تړلو په وخت کې د زده کړې بل بديل برابر نه شي او له خپلو درسونو څخه وروسته پاتې شي، ښايي هېڅکله به هم بېرته ښوونځي ته لاړ نه شي.

یونیسف ویلي، که څه هم د کويډ۱۹ اغېزو له امله د لنډې مودې لپاره په درسونو او ازموينو کې د وقفې په برخه کې د غوره تګلارو په رامنځته کولو سره د دې سيمې له ښوونځيو څخه وقفې لرې شوې دي، خو لازمه ده، چې د سوېلي اسيا ټول هېوادونه په چټکه توګه د زده کړې د دوام لپاره په کورونو کې پروګرامونه جوړ کړي، څو د اوږدې مودې لپاره د ښوونځيو د تړل کېدو په صورت کې چمتوالی ولري.

د سوېلي اسیا لپاره د یونیسف په سیمه ییز دفتر کې د سیمه ییزې زده کړې سلاکار جیم اکرز ویي : (( موږ اندېښمن یو، چې داوږدې مودې لپاره د ښوونځیو تړل د نجونو او معلولو زده کوونکو په ګډون ټولو زده کوونکو ته زیان اړوي. دغه راز د قرنطین پر مهال په کورونو کې د ماشومانو پر وړاندې دتاوتریخوالي له راپورونو هم اندېښمن شوي یو.))

هغه زیاته کړې، په افغانستان او نیپال کې تر ټولو بې برخې ماشومانو ته د رسېدنې په موخه کورونو ته د زده کړې موادو ورکولو دتنظیم کار پیل شوی، په هرات ولایت کې د راډیو او تلوېزیون له لارې د زده کړې بهیر پیل شوی، او په نظر کې ده چې ورته پروګرام د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

د افغانستان د ننګرهار و لایت د پوهنې د ریاست ویاند اصف شینواری وایي چې دوی هم له یوه سیمه ییز تلوېزیون سره د انلاین زده کړو تړون لاسلیک کړی دی.

په سوېلي اسيا کې د يونیسف سيمه ييز مشر جين ګاف، ویلي: (( کرونا ويروس يو بېړنی ستونزمن حالت رامنځته کړی، چې له بېلابېلو لارو د ماشومانو او نويو ځوانانو د زده کړو حق زيانمنوي. موږ په دې ټوله سيمه کې چټکو کړنو ته اړتيا لرو، څو د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخامخ نه شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.