کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د کرونا ټسټ مثبت راغلی دی.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار د غویي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ډاکټر فیروز کې له تیرو څو ورځو راهیسې د کرونا نښې لیدل کیدې.
هغه زیاته کړه، چې د هغه د کرونا ټسټ وشو او له بده مرغه نتیجه یې مثبت راغلې ده.
مایار وویل چې ډاکټر فیروز په خپل کور کې قرنطین شوی دی.
دیادونې وړده چې د نورو عامو افغانانو ترڅنګ روغتیایي کارکوونکي هم له کرونا څخه ځپل شوې ده، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هیواد کې شپږ ډاکټران مړه او شاوخوا ۱۸۰ تنه روغتیایي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.
دغه راز په ټوله نړۍ کې ۲۶۶ تنه روغتیایي کارکوونکي له کرونا مړه او ۹۰ زره نور پرې اخته شوي دي.
په افغانستان کې تر اوسه څه دپاسه ۳۵۰۰ کسان پر کرونا اخته، ۱۰۶ مړه او تر ۴۵۰ زیات روغ شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن