ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ۱۱ ولسوالیو کې سړې خونې او کشمش خونې جوړیږي

د کندهار ۱۱ ولسوالیو کې سړې خونې او کشمش خونې جوړیږي

author avatar
7 May 2020 - 14:17
د کندهار ۱۱ ولسوالیو کې سړې خونې او کشمش خونې جوړیږي
author avatar
7 May 2020 - 14:17

کندهار (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹): په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې چې په کې د سلګونو کشمش خونو او د مېوو او سبو د ساتلو لپاره د سړو خونو جوړول شامل دي.

د کندهار والي حیات الله حیات د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ملي پروژه د ولسمشر په فرمان د ۱۳۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ټول هېواد کې پلې کېږي چې په کندهار کې یې نن چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په دغه پروژه کې د هېواد په کچه د مېوو، سبو او حبوباتو د ساتلو په موخه د زرګونو سړو خونو جوړول شامل دي.

د ده په خبره، په دې لړ کې به په کندهار کې د سلګونو سړو خونو تر څنګ سلګونه کشمش خونې هم جوړې شي.

دی وايي، دا پروژه د کندهار لپاره چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه بوخت دي، ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، د دغې پروژې موخه دا ده چې د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

والي خبر ورکړ چې د کندهار په شاوخوا ۱۱ ولسوالیو کې به سړې خونې او کشمش خونې له ولسي شوراګانو سره په همغږۍ تر راتلونکو شپږو میاشتو جوړې شي.

د ده په خبره، د کرنیزو محصولاتو د صادرول پر مهال که خنډونه پېښېږي او یا لارې بندېږي نو کروندګر او باغ لرونکي به دا وړتیا ولري چې خپل محصولات په سړو خونو کې وساتي او له خرابېدو یې وژغوري.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرنې وزارت دغه طرحه ولسمشر ته په بېړنۍ توګه ورکړي او د هغه له خوا په بېړنۍ توګه منظور شوې ده.

دی وايي، د دغې پروژې بنسټیز هدف دا دی چې که له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان لارې تړلې وي، نو د کروندګرو او بڼوالو کرنیز محصولات باید ضایع نه شي.

سیدي زیاتوي، د دغې پروژې د پلي کېدو په موخه یې د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې بېړنۍ سروې پيل کړې چې په ۶ ولسوالیو (ډنډ، دامان، ژیړۍ، شاولیکوټ، تخته پل او سپين بولدک) کې د ۷۵۰ کشمش خونو او ۲۷۰ سړو خونو جوړولو سروې بشپړه شوې او په نورو کې روانه ده.

دی وايي، په دې پروژه کې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول په زرګونو خلک په کار بوخت شي.

نوموړي هم دا پروژه ډېره ارزښتناکه وګڼله او ویې ویل چې له دې سره به په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو په ضایعاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.