د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ۱۱ ولسوالیو کې سړې خونې او کشمش خونې جوړیږي

د کندهار ۱۱ ولسوالیو کې سړې خونې او کشمش خونې جوړیږي

May 07, 2020 - 14:17

کندهار (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹): په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې چې په کې د سلګونو کشمش خونو او د مېوو او سبو د ساتلو لپاره د سړو خونو جوړول شامل دي.

د کندهار والي حیات الله حیات د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ملي پروژه د ولسمشر په فرمان د ۱۳۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ټول هېواد کې پلې کېږي چې په کندهار کې یې نن چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په دغه پروژه کې د هېواد په کچه د مېوو، سبو او حبوباتو د ساتلو په موخه د زرګونو سړو خونو جوړول شامل دي.

د ده په خبره، په دې لړ کې به په کندهار کې د سلګونو سړو خونو تر څنګ سلګونه کشمش خونې هم جوړې شي.

دی وايي، دا پروژه د کندهار لپاره چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه بوخت دي، ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، د دغې پروژې موخه دا ده چې د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

والي خبر ورکړ چې د کندهار په شاوخوا ۱۱ ولسوالیو کې به سړې خونې او کشمش خونې له ولسي شوراګانو سره په همغږۍ تر راتلونکو شپږو میاشتو جوړې شي.

د ده په خبره، د کرنیزو محصولاتو د صادرول پر مهال که خنډونه پېښېږي او یا لارې بندېږي نو کروندګر او باغ لرونکي به دا وړتیا ولري چې خپل محصولات په سړو خونو کې وساتي او له خرابېدو یې وژغوري.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرنې وزارت دغه طرحه ولسمشر ته په بېړنۍ توګه ورکړي او د هغه له خوا په بېړنۍ توګه منظور شوې ده.

دی وايي، د دغې پروژې بنسټیز هدف دا دی چې که له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان لارې تړلې وي، نو د کروندګرو او بڼوالو کرنیز محصولات باید ضایع نه شي.

سیدي زیاتوي، د دغې پروژې د پلي کېدو په موخه یې د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې بېړنۍ سروې پيل کړې چې په ۶ ولسوالیو (ډنډ، دامان، ژیړۍ، شاولیکوټ، تخته پل او سپين بولدک) کې د ۷۵۰ کشمش خونو او ۲۷۰ سړو خونو جوړولو سروې بشپړه شوې او په نورو کې روانه ده.

دی وايي، په دې پروژه کې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول په زرګونو خلک په کار بوخت شي.

نوموړي هم دا پروژه ډېره ارزښتناکه وګڼله او ویې ویل چې له دې سره به په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو په ضایعاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راشي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی د دغې پروژې څارنه کوي څو په ښه توګه پلې شي او ګټه یې کروندګرو او بڼوالو ته ورسېږي.

د حاجي عبدالصمد په نوم یو قومي مشر وايي، ولسمشر په ډېر مهم وخت کې ډېره ښه پرېکړه کړې ده.

دی زیاتوي، په داسې حال کې چې دوه یا دوه نیمې میاشتې وروسته په کندهار کې د انګورو او نورو کرنیزو توکو حاصلات رسېږي، باید ټول خلک یو او بل ته لاس ورکړي څو دغه پروژه په ښه توګه عملي شي.

د کندهار کروندګر او بڼوال هم د دغې پروژې هرکلی کوي او وايي، د مېوو د حاصلاتو پر مهال ډېره برخه مېوه د سړو خونو د نشتوالي له امله خرابېږي.

د ګل محمد په نوم د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ یو بڼوال پژواک ته وویل، که په ولسوالیو کې سړې خونې او کشمش خونې جوړې شي نو دوی به وکولای شي د حاصلاتو پر مهال خپلې مېوې له خرابېدو او ضایع کېدو وژغوري.

دی وايي، د کندهار بڼوال د حاصلاتو پر مهال اړ دي خپلې مېوې که بیه لري یا نه، وپلوري، خو که سړې خونې جوړې شي نو دوی به وکولای شي خپلې مېوې په کې تر یوې میاشتې وساتي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

دغه راز د کشمش خونو په اړه ده وویل چې کولای شي کشمش په کې تر یوه او دوو کلونو وساتي.

نوموړي د تېرو کلونو بېلګې وړاندې کړې چې د پاکستان له خوا د لارو د تړل کېدو له امله په وار وار بڼوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د جان اغا په نوم یوه کروندګر هم پژواک ته وویل چې سړې خونې د سبو او حبوباتو د ساتلو لپاره هم ډېرې مهمې دي، ځکه ډېر مهال د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د هغوی سبزیجات او نور کرنیز محصولات خرابېدل.

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan