مهترلام (پژواک ۱۸ غويی ۹۹): لغمان کې د نږدې ۶۹ میلیونه افغانیو په لګښت د پیازو د ۱۵۰ زېرمو او د ميوو د وچولو ۱۰۰ لمریزو دستګاوو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دغو پروژو تړونونه د غويي په ۱۸مه ولايت مقام کې له يو شمېر کروندګرو سره لاسليک شول چې ټاکل شوې لس سلنه پيسې يې کروندګر ورکړي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رييس په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وويل، د دغو پروژو موخه د کرنيزو حاصلاتو او باغدارۍ پراختيا ده چې سلګونه کروندګرو او باغدارانو ته به يې ګټه ورسېږي.
د محمد جميل خوشحال په وينا, په دې پروژو کې د پيازو د وچولو او ساتلو لپاره د ۱۵۰ زېرمو جوړېدل شامل دي چې په هره زېرمه ۳۸۰زره افغانۍ لګښت راځي او دغه راز د ميوو د وچولو سل سولري دستګاوې هم جوړېږي چې په هره دستګاه به ۱۱۸ زره افغانۍ لګښت راشي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ له کروندګرو وغوښتل چې دغو رغنيزو چارو ته يوازې د پروژې فکر ونه کړي بلکې د خپل مال په څېر يې ساتنه وکړي او ګټه ترې واخلي.
د لغمان د ولايتي شورا رييس عتیق الله عبدالرحيمزي وويل, لغمان يو کرنيز ولايت دی او دا ډول پروژې کولی شي چې کروندګر په خپلو پښو ودروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن