کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې دوه نور افغان کډوال د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
په پېښور کې یو تن افغان دیپلوماټ چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د غویي په ۱۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې دوه تنه افغانان نن د پېښور په روغتونونو کې مړه شوي دي.
هغه زیاته کړه، یو تن استاد سمیع الله ملکزی نومیږي د کونړ ولایت اوسېدونکی او بل یې میا محمد اغا دکابل د بت خاک سیمې اوسېدونکي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دواړه مړي نن د پاکستان د پولیسو له خوا په ځانګړو هدیرو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
نوموړی وویل چې دواړه مړه شوي کسان له تېرو څو ورځو راهیسې په روغتونونو کې بستر وو او تېره شپه مړه شوي دي.
د یادونې ده، چې تر اوسه د پښتونخوا په ښاري سیمو او کمپونو کې شاوخوا اته افغان کډوال د کرونا له امله مړه شوي او یو شمېر نور پرې اخته شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن