کابل(پژواک، ۱۹ غویی۹۹): نړیوال بانک په افغانستان کې له کوويډ ۱۹ ناورين سره د مبارزې او په افغانستان کې د اصلاحاتو د دوام ساتنې په موخه د ۴۰۰ ميليون ډالره بلاعوضه مرستې ورکړه تصويب کړه.
د نړيوال بانک له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي: "د نړيوال بانک مديره پلاوي د افغانستان له دولت سره د کوويډ ۱۹ ناورين، د يادې وبا له امله له شته ګواښونو او خطرونو سره د مبارزې او په مالي برخه کې د مرستو د دوام او اصلاحاتو په موخه نن د ۴۰۰ ميليون امريکايي ډالرو يوه بسته تصويب کړه."
سرچینه زياتوي، دغه مالي مرسته به "د تشويقي برنامو د پاليسۍ د پراختيا" تر نوم لاندې په افغانستان کې لګول کيږي، چې ۱۶۰ ميليون ډالره يې د نړيوالې پراختيا ادارې له خوا چې فقيرو هېوادونو ته د نړيوال بانک د مالي ګروپ له خوا ورکول کيږي، ورکړل شوي او ۲۴۰ ميليون ډالر بيا د افغانستان لپاره د امريکا د مرستو صندوق چې نړيوال بانک يې د نړۍ په ۳۴ هېوادونو کې د مديريت چارې پر مخ وړي؛ ورکړل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې چې دغه نوې مالي مرستې د تشويقي برنامو د پاليسۍ د پراختيا له لارې دکليدي برخو د اصلاحاتو په موخه لکه د سوداګرۍ د قوانين او مقررو د ښه والی او خصوصي پانګونې د تشويق، د ملکي خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو د پلي کولو او ټولنيزو خدمتونو د پراخولو، له طبيعي پېښو سره د مبارزې او امکاناتو د پياوړي کولو او د دولتي ادارو د اقتصادي چارو د مديريت، د مالياتي چارو په مديريت کې د ښووالی او مالي ثبات لپاره لګول کيږي.
نړیوال بانک وايي: "د دې مالي بستې تصويب د دې ښودنه کوي چې د کوويډ ۱۹ ويروس د خپرېدو په وخيم وضعيت او تر هغې وړاندې هم؛ د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته ژمن دی."
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د نړيوال بانک مشرې هينرالي کرالي د دې مطلب په څرګندولو سره ويلي: "د دې مرستو له اعلان سره تمه داده چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې له ياد ناسم وضعيت سره اصلاحات دوام ومومي او نورو مالي امکاناتو او سرچينو ته په اسانۍ سره لاسرسی پيدا کړي ترڅو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د افغانستان د کورنيو عوايدو له شته ننګونو سره وضعيت په ښه ډول مديريت شي."
نړيوال بانک ويلي، چې افغانستان په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې له ګڼ شمېر ابهاماتو سره مخ دی. د کوويډ۱۹ له امله نړيوال ناورين د افغانستان پر وضعيت هم ډېر بد اغېز لرلی دی.
د سرچينې په وينا، د سرحدي پولو بندېدل، د ترانزيټي توکو او ترانسپورټي خدمتونو کموالی د دولتي عوايدو د کموالي لامل شوي، په ورته مهال د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ځانګړو تدابيرو او قرنطين وضع کول هم د افغانستان پر اقتصادي وضعيت منفي اغېز کړی دی. د دې ترڅنګ د فقر د لوړ ګراف شتون، د سياسي او امنيتي وضعيت په اړه شته ابهامات هم هغه څه دي چې پر شته وضعيت ناوړه اغېز لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن