ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني له ایران سره پر پوله د افغانانو د وژلو د ارزونې لپاره پلاوی وټاکه

ولسمشر غني له ایران سره پر پوله د افغانانو د وژلو د ارزونې لپاره پلاوی وټاکه

author avatar
8 May 2020 - 20:49
ولسمشر غني له ایران سره پر پوله د افغانانو د وژلو د ارزونې لپاره پلاوی وټاکه
author avatar
8 May 2020 - 20:49

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني د یو حکم له لارې ایران سره پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژلو د ژورې او هراړخیزې ارزونې په موخه با صلاحیته لس کسیز پلاوی وټاکه.

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي مشري به د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ نظامي سرمفتش محمدحمید طهماسي کوي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسي جرګې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا باصلاحیته استازي د دغه پلاوي غړیتوب لري.

سرچینه لیکي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس دغه ګومارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د هرات ولایت مقام سره په همکارۍ موضوع په دقیقه او هراړخیزه توګه وارزوي او خپل اجرات او موندنې ژر تر ژره د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست  ته وړاندې کړي. 

د راپورونو له مخې د روانې غویي میاشتې په دوولسمه د ایران سرحدي ځواکونو شاوخوا پنځوس تنه افغان مسافر د کار لپاره ایران ته تللي وو، د هرات ګلران ولسوالۍ سره په پوله د ایران په خاوره کې نیولي او تر شکنجو وروسته یې د هریرود سیند ته غورځولي دي.

د راپورونو له مخې، له یادو پنځوسو کسانو یو شمېر په سیند کې مړه شوي او ځینې ژغورل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې ایران د افغانستان هغه وړاندیز منلی چې دغه موضوع دواړه هېوادونه په ګډه وڅېړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.