ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکي: د امنيتي ځواکونو په بريد کې دوه نجونې وژل شوې دي

د غزني اوسېدونکي: د امنيتي ځواکونو په بريد کې دوه نجونې وژل شوې دي

author avatar
9 May 2020 - 17:23
د غزني اوسېدونکي: د امنيتي ځواکونو په بريد کې دوه نجونې وژل شوې دي
author avatar
9 May 2020 - 17:23

غزني ښار (پژواک، ٢٠ غويی ٩٩): د غزني يو شمېر معترض اوسېدونکي وايي چې د افغان ځواکونو د يوه توغندي د لګېدو له امله دوه نجونۍ وژل شوې دي.

دغو کسانو چې د يادو نجونو جسدونه هم له ځانه سره درلودل نن د غزني ولايت مقام مخ ته د اعتراض په ډول را ټول شوي وو.

يو تن اعتراض کوونکي حاجي محمد پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې د غزني ښار د ارزو په سيمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.

هغه وايي چې د همدې جګړې له امله د افغان ځواکونو يو توغندى پر يوه کور لګېدلی چې له امله يې دوه نجونې وژل شوې دي.

ده وويل: ((افغان ځواکونه له دې سيمې تېرېدل، طالبانو پرې ډزې وکړې، نو بيا افغان ځواکونو هم توپونه ورته بند کړل، سختې ډېرې ډزې يې وکړې چې يوه مرمۍ يې پر يوه کور ولګېده.))

د وژل شويو نجونو پلار عبدالرشيد هم پژواک ته وويل چې لوڼې يې د افغان ځواکونو د توغندي په بريد کې وژل شوې دي.

دى زياتوي: ((يوه لور مې د ١٧ او بله د ١٢ کلونو وه، دواړه نامزد هم وې، خو دواړه يې راته مړې کړې.))

هغه ټينګار وکړه چې د لوڼو قاتلين یې بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.

يو شمېر نورو معترضو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که د دغو نجونو قاتلين ونه نيول شي او د قانون منګلو ته ونه سپارل شي، دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې والي له يادو معترضينو سره ليدلي او د پېښې د څېړلو امر يې کړى دى.

د يادونې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم په ارزو سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې وه چې له امله يې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.