ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نظرپوښتنه: له هرو لسو کسانو نهه وایي دوستم ته باید د مارشالۍ رتبه ورنه کړل شي

نظرپوښتنه: له هرو لسو کسانو نهه وایي دوستم ته باید د مارشالۍ رتبه ورنه کړل شي

author avatar
9 May 2020 - 14:23
نظرپوښتنه: له هرو لسو کسانو نهه وایي دوستم ته باید د مارشالۍ رتبه ورنه کړل شي
author avatar
9 May 2020 - 14:23

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹): د پژواک د پرلیکه سروې ۹۱ سلنه ګډونوال وایي، چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي معامله کې جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکولو سره موافق نه دي.

تېر کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر وباله.

اوس داسې اوازې شته چې کېدای شي یو ځل بیا دواړه لوري واک سره ووېشي او په دې توګه اوسني سیاسي کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

د عبدالله ویاند امید میثم وایي، پنځه ورځې مخکې عبدالله «د ګډ ملي حکومت» لپاره یوه طرحه ارګ ته استولې ده. ولسمشرۍ ماڼې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، عبدالله له ولسمشر غني سره د سیاسي جوړجاړي په موخه په خپلو وړاندیزونو کې جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې غوښتنه کړې او پرون د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج هم رسنیو ته ویلي چې د ګډ ملي حکومت په سیاسي هوکړه لیک کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکول حتمي دی. دوستم چې په تېره دوره کې د ولسمشر غني مرستیال و، په ټاکنو کې یې له عبدالله څخه ملاتړ کړی و.

پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو پوښتلي چې دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکولو سره موافق دي که نه؟

په نظرپوښتنه کې ۲۴۱۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.

د سروې له ګډونوالو ۹۱ سلنه کسانو ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي معامله کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ امتیاز ورکولو سره موافق نه دي، خو ۹ سلنه نور کسانو بیا په دې اړه موافقه ښودلې ده.

د یادونې ده، دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

د سروې ۸۳۶ ګډونوالو د یادې پوښتنې په اړه بېلابېلې تبصرې هم کړې دي.

دوستم ته باید د مارشالۍ رتبه ورنه کړل شي

عبادالله اکبري لیکلي:« عجيبه او غريبه خبره ده، تاسو موافق ياست که مخالف، جنرال کېدل او مارشال کېدل زموږ په موافقې او مخالفت پورې کومه اړه نه لري، ځانګړي اصول او قوانین لري، زما په اند په يو داسې هېواد کې مارشال کېدل خو پريږده چې د ډګر جنرال او ستر جنرال کېدو رتبه څنګه ورکول کيږي؟ چې د ۴۶ هېوادونو عکسر یې په هېواد کې پراته وي، د دولت وسله وال مخالفين د ټولو ولايتونو برسېره په مرکز کابل کې هم فعاليت او حملي کوي، په ټول هېواد يوه مافيايي کړۍ حاکمه وي. نظامي رتبه هغه وخت لوړيږي چې کله ته په نظام کې یې او يو څه لاسته راوړنې ولري، خو په افغانستان کی جنرال کېدل او مارشال کېدل هم انتخاباتو پورې وتړل شول.»

امام محمد صافي لیکلي:« په کومه بهادري؟ صرف د دې نه علاوه چې غلا، چور، د برېښنا شرکت پيسې خوړل، نور یې څه کړي دي؟ د ده په وخت کې د ډيورنډ په فرضي کرښه باندې اغزن تار تېر شو، ده يوه ورځ غږ ونه کړ اوس مارشالي غواړي.»

د زړور افغان په نوم یو بل کس لیکلي:« په کوم لیاقت او کوم خدمت مارشالي غواړې، کم خلک یې بې ګناه شهیدان کړل، کم ظلمونه یې وکړل، کم کورونه یې وران او چور کړل، باید د خاین ظالم او فاسد لقب ورته ورکړي او بس.»

د اسد خان په نوم یو بل کس بیا لیکلي:« يو بېسواد ته د مارشالي لقب ورکول ملت سره جفا ده، يو ځل مو تجربه کړي دويم ځلې سهوه نه بلکې خطا ده.»»

نورې بېلابېلې څرګندونې

وطن یا کفن په نوم یوه فېسبوک چلونکي لیکلي: « تر دې ډېرې نورې مهمي موضوعګاني دي چې بايد پرې بحث وشي چې فهيم مارشال شو څه اسمان چپه شو، يو بل بې سواد دې هم مارشال شي، اصلي خبره له عبدالله سره د واک وېش دى چې بايد په هېڅ صورت اجرائيوي رول ورنه کړل شي او د سهامي شرکت جوړولو څخه دې ډډه وشي، د يوه افغان په حيث د منتخب حکومت تر چتر لاندې دنده دعبدالله او د ثبات د ټېم دغړو قانوني حق دى، موږ د دوستم له مارشالي سره ستونزه دومره جدي نه نيسو، مطبوعات غواړي په داسې خبرونو سره د خلکو ذهن غير ضروري ځاى مصروف وساتي او اصلي هدف ترې خطا ش.»

محمد یاسر بیا لیکلي:« دا دې هم ورکړي، نو دلته بې له هغې هم د هېڅ مقام لپاره شرایط او اصول نشته، نو تېر پنځه کاله د ریاست جمهوري لومړی معاون وه، په کوم معیار، په کوم استعداد، د کوم قانون له مخې؟ مخکې هم همدا بېسواده دوستم وه او اوس هم د.»

حضرتي بیا لیکلي:« نو بیا دا انتخابات څه معنی؟ دا دومره د خلکو قربانۍ او دا بې ځایه مصارف څه معنی؟ اوس ټول ملت ته په کار ده چې باید راووځي لکه د نورو هېوادونو په څېر.. دوی ټول معامله ګران دي، د ولس په خیر نه دي، ټول افغانان یې در په در کړل.»

ضیاوالله ګیانوال وایي:« موږ نه پوهېږو چې مارشالي د سياست پر برياليتوب کې اخيستل کيږي که په نظامي ډاګر کې، خو دا يوه خبره ده چې اشراف غني او کرزي دا د نظامۍ رتبې قدر ډېر کم ک.»

د ایشچې نیوکه

د احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي په یوه پرانیستي لېک کې چې لومړی د «ثبات او هم ‌پالنې» د ټیم مشر عبدالله عبدالله مخاطب کړی او پوښتنه یې ترې کړې چې «په کوم حق ‌یې دوستم ته د مارشالۍ رتبه غوښتې؟.»

پر جنرال دوستم تور دی چې د ۱۳۹۵ کال په وروستیو کې یې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي یرغمل نیولی و، شکنجه کړی او جنسي زور زیاتی یې ورسره کړی و.

بکتاش ایشچي له څو کلونو راهیسې پر خپل پلار احمد ایشچي د دوستم د جنسي ځورونې لانجمنه قضیه تعقیبوي او په دغه پرانیستي لیک کې یې لیکلي:« درې کاله مو د زړه وینې وخوړلې انتظار مو وایست څو انتخابات وشي او د حکومت په مشرتابه کې بدلون راشي څو وکولای شو دوستم محکمې ته راوکاږو او هلته سزا ورکړي. موږ هېڅکله د دې تمه نه ‌درلوده چې د حکومت په مشرتابه کې له بدلون وروسته هغه ته د مارشالۍ رتبې وړاندیز هم وشي.»

هغه ویلي،دوستم ځکه د مارشالۍ په لټه کې دی چې غواړي ځان له عدلي او قضايي تعقیبه خوندي وساتي، خو دوی نه‌ یوازې د افغانستان په محاکمو، بلکې په نړیوالې جنايي محکمه کې د دوستم پر ضد دوسیه پرانیستې او د هغه د محاکمې په لټه کې دي

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.