ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۱۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت ۴۵۰ کرنيزې پروژې پيلېږي

ننګرهار کې د ۱۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت ۴۵۰ کرنيزې پروژې پيلېږي

author avatar
9 May 2020 - 11:55
ننګرهار کې د ۱۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت ۴۵۰ کرنيزې پروژې پيلېږي
author avatar
9 May 2020 - 11:55

جلال اباد (پژواک ۲۰ غويي ۹۹): ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لارې د ۱۲۶ميليونه افغانيو په ارزښت د کرنيزو محصولاتو مديريت تر عنوان لاندې د ۴۵۰پروژو تړونونه لاسليک شول او راتلوونکې اونۍ کې به یې عملي چارې پيل شي.

دا پروژې به د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې پلې شي او د جوړېدو چارې به يې څلور مياشتې وخت ونيسي.
د دغو پروژو تړونونه د غويي په شلمه ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر کې د دغه ولایت د کرنې د رييس او د ۱۳ ولسواليو د پرمختيايي شوراګانو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

 د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د کرنې وزارت د ۱۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د دې ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د کرنيزو توکو مديريت تر عنوان لاندې د ۴۵۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول چې راتلونکې اوونۍ کې به یې عملي چارې پيل او د څلورو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه زياته کړهچې په دغه پروژو کې ۲۸۰ د پيازو او الوګانو د ساتنې سړې خونې او ۱۷۰ د سبو او ميوو د وچولو ماشينونه شامل دي چې د دې تکنالوجۍ په پلي کېدو سره به بزګران له هغې ګټه پورته کړي.

د میاخېل په وینا،د یادو پروژو په پیل کېدو او پلي کېدو سره به ۲۲۵۰ کسانو ته په مستقيم او شاوخوا شپاړلس زره کسانو ته په غيرې مستقيم ډول کاري زمينې برابرې شي،د سبواو ميوو په نرخونو کې به کموالی راشي او د يو فصل سابه او ميوه به په بل فصل کې وموندل شي.

هغه وایي چې د دې ولايت اقليم او ځمکه کرنې او مالدارۍ ته ښه مساعد دی او په همدې موخه په کرنيز سکتور کې د ولسمشر پاملرنه هم دې ولايت ته زياته شوې ده.

د ننګرهار د کرنې رييس انعام الله ساپي وويلچې له غنمو او وريجو وروسته کچالو او پياز په بیړنیو خوراکي توکو کې شمېرل کيږي، خوتر اوسه یې ساتنه نه کېږي او بزګران یې به په ډېره ټیټه پر سوداګرو پلوري، خو وروسته یې نور کسان په لوړه بیه بازار کې پلوري.

ده وویل چې د یادې پروژو په پلي کېدو سره به د یادو توکیو له اتيا سلنې ګټې څخه بزګران برخمن شي او په بازار کې به هر مهال سبو او میوو ته لاسرسی پيدا شي.

هغه زياته کړه، چې سږکال به د اټکل له مخې ديرش زره ټنه پياز په دې ولايت کې توليد شي، چې په نويو سړو خونو کې به وساتل شي او په بازار کې به د پيازو او الوګانو په نرخونو کې هم کموالی رامنځته شي.

د کرنې رييس وويل، چې يوه خونه به د ۱۱۰۹ ټنه پيازو او کچالیانو د ساتنې وړتیا ولري او رومي، اوږه، ګشنيز، ادرک، بانجان او ځينې نور هغه سابه چې ژر له منځه ځي، لمريزې برېښنا سره عيار شويو ماشينونو باندې وچ او بازار ته وړاندې شي.

د ننګرها د ولايتي شورا غړي ډاکتر ناصر کاموال د سبو او میوو د ساتنې او وچولو په پروژو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په دې سره به په بازار کې به سابه زیات او ډيره ګټه به يې بزګرانو ته ورسي.

هغه وويل، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د سبو سوداګري له سياست څخه هم راووځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.