ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي حیات الله حیات په کرونا وایرس اخته شوی

د کندهار والي حیات الله حیات په کرونا وایرس اخته شوی

author avatar
9 May 2020 - 12:19
د کندهار والي حیات الله حیات په کرونا وایرس اخته شوی
author avatar
9 May 2020 - 12:19

کندهار (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹): د کندهار والي حیات الله حیات په کرونا ناروغي اخته شوی، ځان یې قرنطین کړی او د ولایت له حرمسرای څخه د ولایت چارې سمبالوي.

حیات الله حیات د غویي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چېد معاینې پایلې یې تېره ورځ وښوده چې هغه د  د کرونا په ناروغي اخته شوی دی.

ده خپل روغتیايي وضعیت ښه وګاڼه او زیاته یې کړه چې د ولس خدمت ته لومړیتوب ورکوي او تر هغه چې د کرونا پایله یې منفي کېږي، د ولایت له حرمسرایه چارې سمبالوي.

هغه یادونه وکړه چې په کندهار کې تر دې مهاله ۴۸۱ تنه په کرونا ناروغي اخته شوي او خلکو ته په کار ده چې دغه ناروغي جدي وګڼي او ټولې روغتیايي او وقایوي سپارښتنې مراعات کړي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې والي ته د نږدې شاوخوا ۱۰ کسانو (سکرترانو او ساتونکو) بېلګې هم د معایناتو لپاره اخیستل شوي چې تر اوسه یې لا پایلې معلومې نه دي.

هغه زیاتوي، له همدې امله یې ولایت ته تګ راتګ محدود کړی، په داسې حال کې چې مخکې هم د اوونیزو غونډو او دفتري چارو تر سره کولو پر مهال واټن او نورې روغتیايي سپارښتنې په جدیت عملي کېدلې.

په کندهار کې تر دې مهاله د کرونا ناروغانو شمېر ۴۸۱ تنو ته رسېږي چې شاوخوا ۴۰ تنه یې ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي دي.

له دغو ناروغانو ۳۸ یې د کرونا ناروغانو لپاره په ځانګړي شوي عینو مېنې روغتون او پاتې یې په خپلو کورونو کې قرنطین شوي چې د روغتیا ریاست د چارواکو په وینا د ټولو روغتیايي وضعیت ښه دی.

په کندهار کې تر دې مهاله دغې ناروغۍ د ۱۱ تنو ژوند اخیستی او ۲۱ تنه بیرته ورڅخه رغېدلي دي.

د یادونې ده چې تر دې مهال د کندهار د والي او عامې روغتیا د وزیر په ګډون ۳ تنه چارواکي د کرونا په ناروغۍ اخته شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.