ميدانښار(پژواک، ۲۰غويی ۹۹): روان کال په ميدان وردګو ولایت کې د ۳۰۰ ميليون افغانيو په لګښت، په ټولیز ډول د نږدې ۶۴۰۰ مټريک ټنه ميوو او سبو د ساتلو ۳۷۰ سړې خونې جوړیږي.
له دغو سړو خونو نن د یوې د بنسټ ډبره د ولایت په مرکز میدانښار کې کېښودل شوه.
د دغه ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې ریاست مشر وليد احمد تسل په دغو مراسمو کې خبريالانو ته وويل چې روان کال به د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرنې وزارت د ۳۰۰ ميليون افغانيو په لګښت د نږدې ۱۹۰۰ مټريک ټنو په ظرفيت د مڼو سل سړې خونې، د څه باندې ۳۵۰۰ متريک ټنو په ظرفيت د کچالو ۲۰۰ سړې خونې او د زرو ټنو په ظرفيت د پيازو ۷۰ سړې خونې جوړې شي.
دغه راز دی وايي، سلو تنو بزګرانو ته به د مېوو او سبو د وچولو ماشينونه هم ورکړل شي، چې هر یو به یې په يو وخت کې د ۵۰۰ کيلو ګرامه ميوو او سبو د وچولو وړتیا ولري.
د ميدان وردګو والي مظفرالدين په نننۍ ناسته کې پر بزګرانو غږ وکړ چې په يادو سړو خونو کې يواځې کورني توليدات زېرمه کړي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا مشر اختر محمد طاهري هم د يادو سړو خونو جوړېدل د هېواد پر ځان بسياينې په برخه کې يو ښه ګام وباله او د دې ولايت پر سوداګرو يې غږ وکړ چې له بزګرو دې په مناسبه بيه ميوې او سابه اخلي، په يادو خونو کې يې دې زېرمه او په مناسب وخت کې يې دې بازار ته وړاندې کوي؛ تر څو په کورني مارکېټ کې د بهرنيو ميوو او سبو د اړتيا کچه ټېټه شي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په ميدان ښار کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۵۰۰ مټريک ټنه ميوو او سبو سړې خونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن