ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې ۴۰۳۳ کسان پر کرونا اخته شوي، ۱۱۵ مړه او ۵۰۲ بېرته روغ شوي

په افغانستان کې ۴۰۳۳ کسان پر کرونا اخته شوي، ۱۱۵ مړه او ۵۰۲ بېرته روغ شوي

author avatar
9 May 2020 - 13:13
په افغانستان کې ۴۰۳۳ کسان پر کرونا اخته شوي، ۱۱۵ مړه او ۵۰۲ بېرته روغ شوي
author avatar
9 May 2020 - 13:13

 کابل (پژواک، ۲۰ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۵۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۷۱) په هرات کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۰مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۲۹ شکمنو پېښو ۲۵۳ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۳۳ ته لوړېږي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ۵۰۲ کسان بېرته روغېدلي او ۱۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۷۱ په هرات، ۴۳ په بلخ، ۳۹ په ننګرهار، ۲۴ په تخار، ۲۲ په جوزجان، ۱۶ په پکتيا، ۱۱-۱۱ لغمان او کندوز، اته په غزني، څلور په کابل او يوه-يوه په بامیان، پنجشېر، کونړ او نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۳۳۹۲ مثبتو پېښو څخه ۹۷۹ په کابل، ۸۳۵ په هرات، ۴۸۱ په کندهار، ۳۲۴ په بلخ، ۱۹۸ په پکتيا، ۱۵۰ په ننګرهار، ۸۸ په لغمان، ۹۴ په تخار، ۸۷ په غزني، ۷۰ په لوګر، ۶۵ په جوزجان، ۶۰ په بغلان، ۵۹ په سمنګان، ۵۳ په نيمروز، ۵۴ په پنجشېر، ۵۳ په کندوز، ۴۳ په کونړ، ۳۴ په بادغيس، ۳۳ ميدان وردګ، ۳۱-٣١ په فارياب او غور، ۲۹ په باميان او ۲۷ په هلمند ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۲۸ پېښې په پکتيکا، ۱۹-۱۹ په کاپيسا او فراه، ١٧-١٧ په سرپل او پروان، ۲۱ په زابل، لس-لس یې په دايکنډي او خوست، اته په بدخشان، څلور په اروزګان او دوه هم په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.